لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انټرنیټ دجهادي پروپیګنډې دمخې نیولو موافقه


جي-٧ هیوادونو او د گوگل، فیسبوک او ټویټر په گډون د ټیکنالوژۍ سترو کمپنیو د جمعې په ورځ موافقه وکړه چې په گډه په انټرنیټ کې د سخت دریځو اسلامپالو د خپرونو مخه ونیسي.

د فرانسې خبري اژانس وایي، د جي-٧ هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په ایټالیا کې په خپله غونډه کې په هغو لارو چارو بحث وکړ چې د لویدیځ پر وړاندې د یو ستر امنیتي گواښ څنگه مخنیوی وشي.

په دغه امنیتي گواښ کې اروپایي ټولنې ته د سوریې نه د تښتیدونکو جهادي جنگیالیو د داخلیدو مخه نیول شامل دي. اروپایي ټولنې ژمنه کړې چې د مهاجرو پر مخ هغه لارې وتړي چې ترهگر ترې اروپا ته د ننوتلو لپاره استفاده کوي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر مارکو مینیتي د جي-٧ وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې "دا د ازادۍ په نامه د ستر اتحاد لومړني گامونه دي". هغه په دې ټینگار وکړ چې سخت دریځو ته انټرنیټ خورا مهم دی ځکه افراطي ډلې ددې لارې "جلب و جذب، روزنه او سخت دریځي" ترویجوي.

چارواکي وایي د جي-٧ هیوادونو او د ټیکنالوژۍ د سترو کمپنیو ترمنځ ددغه تړون له مخې به جهادي پروپاگند په انټرنیټ کې له خپریدو وروسته تر دوه ساعتو پورې لرې شي.

د جمعې په ورځ ایټالیا او د امریکا متحده ایالاتو یوه موافقه لاسلیک کړه چې د گوتو د چاپو پورې اړوند اسناد سره په دې مقصد شریک کړي چې د هغو سخت دریځو مخه ونیول شي چې د مهاجرو په جامه غواړي دغو هیوادونو ته ننوځي.

دغه موافقه د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر منیتي او د امریکا د کورنیو چارو سرپرستې ایلینا دوک لاسلیک کړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG