لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جی ایچ کیو ته ورتګ سره په مخالفت فرحت الله بابر مستعفي


فرحت الله بابر وایي پوځ باید پارلیمان ته ورشي پارلیمان دې جي ایچ کیو ته نه رابلي
فرحت الله بابر وایي پوځ باید پارلیمان ته ورشي پارلیمان دې جي ایچ کیو ته نه رابلي

دپاکستان په سینیټ کې د پوځ دزیاتره ګامونو مخالف سنیټیر ښاغلي فرحت الله بابر دسینیټ ددفاع دقائمه کمیټۍ دغړیتوب نه ددغه کمیټۍ پوځي مرکز یا جي ایچ کیو ته د ورتلو پسر استعفي ورکړې ده.

ښاغلی بابر وایي دپوځ چارواکي دځینو ضروري کاغذونو سره سره پارلیمان ته رابلل شوي وؤ‌ خو دپوځي مرکز نه پارلیمان ته جواب راغلی چې دا کاغذونه ډیر حساس دي پارلیمان ته یې نه شو وړلی.

خبریالانو سره په خبرو کې د پیپلز ګوند سنیټر فرحت الله بابر نه ده واضحه کړې چې دغه کاغذونه دکومې معاملې په اړوند وؤ‌ خو پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې دجي ایچ کیو اؤ پارلیمان ترمینځ یوازې ۱۵ کلو میټره فاضله ده ایا پوځ په دغه تردغه کمې فاصلې دحساسو کاغذونو حفاظت نه شي کولی.

هغه دپارلیمان دغړو دجي ایچ کیو د دورې مخالفت کړی اؤ ویلي یې دي چې پارلیمان باید جي کیو ته لاړ نه شي بلکې جي ایچ کیو ته پکار دي چې پارلیمان ته ورشي.

باید وویل شي دا مهال دسینیټ ددفاع د چارو دکمیټې په وړاندې ځینې مهمې معاملې پرتې دي چې په هغې کې یو شمیر پوځ پسې تعلق لري اؤ په تیرو ورځو کې دځینو معاملو دسپیناوي دپاره پوځي افسران سینیټ ته بلل شوي وؤ.

په پاکستان کې عموماً دپارلیمان دننه ورځ تر ورځه دپوځ په سیوا کیدونکي طاقت اؤ خپلسرۍ داشارو په ژبه کې ټکونه کیږي اؤ داسې غوښتنې هم شوي دي چې پارلیمان دټولو بالا اداره ده ځکه نو پوځ دې دپارلیمان تابع وي خو تر دې مهاله نه خو پوځ دغو غوښتنو ته غوږ نیولی اؤ نه هم پارلیمان کې دپوځ د اصل واک په اړوند کومه قانون سازي شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG