لاس رسیدونکی لینک

اشرف غني وایي دنړۍ یو قوت هم افغانان نه شي ماتولی


د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې فشار شته، خو دا فشار د دې له امله دی، چې هغه شبکې او هغوی پلویان چې د افغانستان بربادي غواړي په دې پوهیږي چې افغان ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې ماتې نه شي ورکولی او په دې هم پوهیږي چې وروسته له دې به هغوی تر سخت فشار لاندې وي.

جمهوررئیس غني چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو تروریستي پیښو وروسته یې نن د جمعې په ورځ په ارګ کې "د وریښمو لارې د ښاروالانو دولسمې غونډې" ته وینا کوله،وویل چې وسله وال مخالفان او د هغوی ملاتړي یې په دې پوهیږي چې د یو ډول سیاسي ځان وژنې سره مخ دي.

ښاغلي غني وویل " اما فشار ځکه دی، هغه شبکې چې بربادي غواړي، خپله تباهي ویني پوهیږي چې د جنګ په میدان کې مونږ ته شکست نه شي راکولی، په دې پوهیږي چې دوی او د دوی پلویان به سخت فشار لاندې وي او ځکه دا یوازې واقعآ فردي انتحار نه دی، دا دوی ته سیاسي انتحار دی، دا دوی دي چې بایلونکي دي نه مونږ".

په روانه اونۍ کې د افغان وسله والو مخالفانو په پکتیا، غزني او کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو ډله ایز ځانمرګي اود موټربم بریدونه وکړل چې له امله یې په لسګونو افغان پولیس او ملي اردو سرتیري مړه او ژوبل شول.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل افغانستان د عزت سیاست پرمخ وړي او په سوله کې ژوند کول غواړي.

ښاغلي غني په خپله دې وینا کې خپلو وسله والو مخالفانو او د هغوی پلویانو ته په خطاب کې د پښتنو د وتلي شاعر او ادیب خوشال خان خټګ مشهور شعر یادونه وکړه او ویې ویل چې ټول دې په دې پوه شي چې د خوشال خان دا شعر چې دټولو افغانانو د خاصیت استازیتوب کوي چې

لا تراوسه یې ماغزه په قرار نه دي،

چاچې ماسره وهلی سرپه سنګ دی

جمهوررئیس غني وویل په دنیا کې هیچ داسې قدرت نشته چې افغانان مات کړي او د هغوی څخه امید واخلي.

د وریښمو لارې د ښاروالانو دولسمه غونډه نن د جمعې په ورځ د جمهوررئیس محمد اشرف غني په وینا پرانیستل شوه.

ټاکل شوې نن او سبا ته به د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د یو شمیر ښارونو ښاروالان د وریښمو د لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو د ښاروالانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

XS
SM
MD
LG