لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغزني په اندړو اولسوالۍ دطالبانو برید پشا تمبول شوی


د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اوس دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

ښاغلي امرخیل وویل " د طالبانو د مشهور قوماندان ملا ادریس په ګډون ۳۶ طالب وسله وال د پنجشنبې او تیرې شپې په جګړو کې وژل شوي او ۱۲ نورطالب وسله وال ټپیان شوي دي، اوسهمال ځانګړي ځواکونه د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو په مرسته د اندړو ولسوالۍ په کلیو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، تر څو وسله وال مخالفان له دغې ولسوالۍ وباسي ".

د غزني ولایتي چارواکي وايي د اندړو ولسوالۍ په جګړو کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نورټپیان شوي دي.

د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسیوال امریکا غږ ته د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د چهار شنبې په شپه، شاوخوا شپږ سوه طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ پر مرکز او امینه قوماندانۍ ډله ایز بریدونه پیل کړل، چې د دواړو خواو ترمنځ دا جګړه د پنجشنبې ورځې ته هم وغځیدله.

تیره ورځ د غزني امنیه قوماندان جنرال محمد زمان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ پر مرکز د ډله ایز برید سربیره د دغه ولایت د جغتو پر ولسوالۍ هم بریدونه کړي وو. چې د یوې سختې جګړې وروسته طالب وسله وال بیرته په شا شول.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د اندړو ولسوالۍ د روانې اونۍ به جګړو کې ۲۱ تنه امنیتي منسوبین او څلور ملکي وګړي وژل شوي، ۲۴ امنیتي منسوبین او ۲۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو د غزني د ولایتي چارواکو د ادعاوو په اړه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG