لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:بمي بریدونو کې تر۴۰ؤ زیات کسان ژوبل شوي


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په دوؤ بیلابیلو ښارونو ګوادر اؤ مستونګ کې دلاسي بمونو په بریدونو کې تر ۴۰ؤ زیات کسان ژوبل شوي چې پکې د ۷ؤ کسانو حالت مرګونی ښودل کیږي.

دامنیتي ځواکونو سرچینو ویلي د زیارت په ماسخوتن خلک د مستونګ په لویې بازار کې په سودا اخستو بوخت وؤ چې په دغه مهال پرې په موټر سائیکل سورو نامعلومو کسانو لاسي بم وغورځولو.

سرچینې زیاتوي چې په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان ژوبل شوي چې دعلاج دپاره سیمه ایز روغتون ته رسؤل شوي دي.

همدغه شان په ګوادار سیمه کې هم په مزدورانو دیو لاسي بم برید شوی چې پکې ۲۶ کسان ژوبل شوي.

سرچینې وایي دغو مزدورانو د کار کولو څخه وروسته په یو هوټل کې د شپې روټۍ خوړله چې په موټر سائیکل سورو دوؤ ورانکارو پرې د لاسي بم برید وکړو.

سرچینې وایي په دغو دواړو بریدونو کې د اوو کسانو حالت نازک دی.

تر دې دمه کومې تندروه ډلې ددغو بریدونو پړه په غاړه نه ده اخستې خو امنیتي ځواکونه وایي چې پيښو کې د ککړو ورانکارو دلټون عملیات یې پیل کړي دي.

ګوادر دبلوچستان هغه سمندري سیمه ده چې دپاکستان اؤ چین داقتصادي لارې مرکز ګڼل کیږي.

دغلته دچین په مرسته یوه بندرګاه جوړه کړی شوې چې له هغې عرب اؤ نورو هیوادونو ته تجارتي توکي لیږدول کیږي.

همدغه شان داقتصادي لارې اؤ یوې سیمې یوې لارې پروژه کې هم ګوادر سیمې ته ځانګړی ارزښت ترلاسه دی

په ګوادر کې زیاتره وخت په هاغو مزدورانو اؤ امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي چې د چین اؤ پاکستان داقتصادي اقتصادي لارې په جوړونه اؤ تحفظ مامور دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG