لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف، مريم نواز او صفدر باندې د نېب رېفرنس کې فرد جرم ولګول شو


A man walks under trees covered with hoar-frost on Galyateto Mountain, Hungary.
A man walks under trees covered with hoar-frost on Galyateto Mountain, Hungary.

د احتساب قامي ادارې (نېب) د لندن ايون فيلډ فلېټونو په اړوند جمع کړي ريفرنس کې د احتساب عدالت په مخکني وزيراعظم نوازشریف، د هغه په لور مريم نواز او زوم (ر) کېپټن صفدر باندې فرد جرم لګولی دی.

د درې واړو تنانو لخوا د صحت جرم نه انکار شوی دی.

د پاناما مقدمې په فېصله کې د وزيراعظمۍ نه نااهله کړی شوی نوازشریف په عدالت کې حاضر نه ؤ، د هغه او زامنو يې حسېن نواز او حسن نواز په ضد د عزيزيه اسټيل ملز او فلېګ شپ انويسمنټ په اړه اورېدنه لا نه ده شوې.

د نوازشريف د وکيل مرستيالې وکیلي عايشه حامد عدالت ته خواست کړی د احتساب عدالت جج محمدبشير ته خواست کړی چې ستره محکمه کې يې د نېب د رېفرنسونو په اړوند خواست کړی او د هغې د فېصلې پورې دې عدالتي اورېدنه وروستو کړی شي خو عدالت دغه خواست رد کړو.

د مريم او صفدر وکيل امجدپروېز هم عدالت ته خواست کړی چې د پاناما ليکس مقدمه کې د ګډې پلټنيزې کمېټۍ د لسم واليم د نشتوالي پورې دې عدالتي اورېدنه ودرول شي.

خو پراسیکيوټر ويلي د فرد جرم دپاره د ګډې کمېټۍ د رپورټ ضرورت نشته.

عدالت په درې واړو فردجرم لګولی او د نېب په دغه رېفرنس کې يې اورېدنه د اکتوبر د ۲۶م پورې ځنډولې ده.

مريم د فردجرم لګېدو وروستو خبريالانو سره خبرو کې وويل، چې هره ورځ په ننداره جوړولو وخت ضايع کول کيږي که فېصله اورول کيږي وادې ورول شي.

هغې وويل د يوې کورنۍ د بنيادي حقونو او انصاف ننداره دې جوړه نشي هغې د نوم اخستو پرته وويل چې ځان دې لانجمن نکړی شي.

هغې دا هم وويل دا د خپل نوعيت وړومبۍ مقدمه ده چې فېصله يې اول راغله او اورېدنه يې وروستو کيږي.

د لندن فلېټونو کې عدالت فرد جرم ولګولو او نورو دوه رېفرنسونو کې اورېدنه روانه ده.

سترې محکمې د پاناما مقدمې فېصله کې نېب ته ويلي وو چې د نوازشریف او زامنو په ضد يې درې رېفرنسونه جمع کړي، او د مريم او صفدر نومونه د لندن د فلېټونو په رېفرنس کې شامل وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG