لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو د کمانډر عمرمنصور د وژنې پخلی کړی


د پاکستان د کورنو چارو د امورو وزير طلال چوهدري وايس اف امريکا سره په خبرو کې هم د عمرمنصور د وژنې پخلی کړی دی.
د پاکستان د کورنو چارو د امورو وزير طلال چوهدري وايس اف امريکا سره په خبرو کې هم د عمرمنصور د وژنې پخلی کړی دی.

د پاکستاني طالبانو تحريک (ټي ټي پي) د چهارشنبې په ورځ پخلی کړی چې يو مهم کمانډر عمرمنصور يې وژل شوی دی. ځينې راپورونه وايي د چهارشنبې په ورځ د جماعت الاحرار ډلې مشر عمرخالد خراساني هم د پکتيا په ډورن بريد کې وژل شوی دی.

د عمرمنصور په اړه ويل کيږي هغه پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد مرکزي کردار ؤ ، په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې ارمي پبلک سکول باندې بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زیاتره يې د سکول ماشومان وو.

ټي ټي پي پاکستاني رسنيو ته په لېږلي بيان کې ویلي، مونږ د خليفه عمرمنصور د وژنې پخلی کوو او د هغه په ځای خليفه عثمان منصور حفيظ الله د درم ادم خېلو او پېښور دپاره د ټي ټي پي مشر اعلانوو.

په بيان کې د عمرمنصور د وژنې په اړوند نور کوم تفصيل نه دی ورکړی شوی.

د پاکستان د کورنو چارو د امورو وزير طلال چوهدري وايس اف امريکا سره په خبرو کې هم د عمرمنصور د وژنې پخلی کړی دی.

پاکستاني مطبوعاتو ويلي عمرمنصور امریکايي بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی دی، ويل شوي څو ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله پرته علاقه کې ډرون بريدونو کې د عمرمنصور په ګډون ۳۱ وسله وال وال وژل شوي وو.

خو د امريکا او پاکستان پوځ په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

تېر کال داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې عمرمنصور چې د عمر نري په نوم هم ياديږي سره د بل کمانډر قاري سېف الله امريکايي ډرون په ننګرهار کې په هدف کړی ؤ.

منصور د کال ۲۰۱۶م د جنورۍپه میاشت کې چارسده کې په باچاخان پوهنتون د بريد زمه واري هم منلې وه، په دغه برید کې ۲۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې زده کوونکي وو.

د پاکستانۍ ميډيا ترمخه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پکتيا صوبه کې امريکايي ډرون بريد کې عبدالولي عرف عمرخالدخراساني چې د جمات الاحرار ډلې مشر دی وژل شوی دی.

ډان ورځپاڼې د باوري سرچينو نه ويلي چې خراساني په بريد کې سخت ژوبل شوی او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د عمرخالد خراساني په اړه ويل کيږي چې هغه د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود په ډرون برید کې د وژنې وروستو د جماعت الاحرار په نوم ځانله ډله جوړه کړې وه.

ځينې داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې هغه په وروستيو کې د داعش سره په ګډه کار کولو.

ددغو تازه خبرونو په اړوند د پاکستان پوځ په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خود سه شنبې په ورځ پوځ ويلي ؤ نړيوالو ځواکونو د افغانستان په خوست او پکتيا صوبو کې هوايي بريدونه کړي او ترهګرو ته يې غټ زیان اړولی دی.

پوځ په بيان کې د وژل شوي کوم کمانډر يا بل چا نوم نه ؤ ويلی، له دې وړاندې ويل شوي وو چې امريکايي بې پايلټه ډرون د پاکستان په قبايلي سيمه کې د حقاني شبکې وسله وال په هدف کړي دي.

خو پوځ ويلي ډرون په کرمه ايجنسۍ يا د پاکستان په کومه بله علاقه کې بريد نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG