لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستاسو په فکر ترهګرو په دوه ورځو کې څومره پښتانه وژلي؟


په افغانستان او پاکستان کې په یواځې دوه ورځو کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ زیات نور ژوبل شویدي چې اکثره یې پښتانه وو.

ترهګرو په تیرو دوه ورځو، د اکټوبر په ۱۷ او ۱۸ نېټه، کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته لکه د تیر په څېر بیا هم د حملو هدف د پښتنو سیمو پورې محدود ساتلی او د افغانستان ګردیز، غزني او د پاکستان کوټه او بنو یې په نښه کړیدي.

په رسنیو کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د ترهګرو د بریدونو تر ټولو لویه پېښه د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې شوې وه.

د ګردیز په ځان وژونکې حمله کې د پولیسو د یوه پښتون جنرال توریالي عبدیاني په ګډون نږدې ۸۰ پښتانه وژل شویدي او تر ۳۰۰ زیات نور ژوبل شویدي.

امنیتي چارواکي وايي اخوا د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ د ترهګرو په یوه جلا برید کې ۲۰ پښتانه وژل شوي او څه کم ۵۰ نور ژوبل شویدي.

پدغو قربانیانو کې ۱۵ امنیتي پولیس هم شامل وه.

د افغانستان د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې نږدې ټول اوسېدونکي پښتانه دي.

د ډیورنډ د کرښې بلې غاړې ته د اکټوبر په ۱۸ نېټه په کوټه ښار کې په یوه ځان مرګي برید کې ۸ پولیس وژل شویدي.

کوټه ښار د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د پښتنو تر ټولو لوی ښار ګڼل کیږي.

دې ته ورته د خیبر پښتونخوا په بنو کې هم د ترهګرو په یوې حمله کې دوه کسان وژل شویدي.

لکه د تېرو دوه ورځو په څېر د ترهګرۍ حملې اکثره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د میشتو پښتنو په سیمو کې کیږي خو تر اوسه پښتانه سیاسي مشران پدغه جګړه کې د پښتنو مالي او ځاني تاوان ته د کوم ملي یا قامي غږ ورکولو کې ناکامه ښکاري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG