لاس رسیدونکی لینک

په فلمساز هاروي واین سټین د جنسي تېري الزامات او په دې موضوع نړي وال بحث


ښاغلی واین سټین د یوې داسې سټوډیو باني وو چې ٨١ اکسرز یې گټلي وو، چې د امریکې په فلمي صنعت کې تر ټولو لوې اعزاز یا اوارډ دی

هاروي واین سټین د امریکې د فلمي صنعت هالي وډ مشهور نوم دی خو وس د بدنامۍ سره مخامخ دی او ممکنه ده چې په زنانه ؤ د جنسي تیري په الزام پرې فرد جرم ولگول شي. د واین سټین سټوډیو د گینگز اف نیویارک، پلپ فکشن او د کنگز سپیچ په رنگ انتهايي مقبول فلمونه جوړ کړي دي.

په واین سټین د الزاماتو په ترڅ کې په امریکا کې دننه او په نړي واله کچه د رضا بغیر د جنسی نژدې والي په اړه بحث بدل شوی دی او په نړي واله کچه دې موضوع ته څنگه کتل کیږي.

هاوري واین سټین به د کېلېفورنیا ریاست د لاس اېنجلس ښار نه ایرازونا ایالت کښې د بیا روغنې مرکز ته منتقلیږي. هغه ویلي لکه د نورو خلکو په رنگ ددنه هم غلطیانې شوي دي.

د ٢٥ نه زیاتو زنانه ؤ په واین سټین د جنسي تیري، په جنسي توگه د ځورولو او په جبرجنسي فعل کولو الزامات لگولي دي.

ښاغلی واین سټین د یوې داسې سټوډیو باني وو چې ٨١ اکسرز یې گټلي وو، چې د امریکې په فلمي صنعت کې تر ټولو لوې اعزاز یا اوارډ دی. هغه د صدر براک اوباما او هیلري کلنټن صدارتي کمپین ته چندې هم ورکړې وې خو هدف یې داسې پیغلې وې چې په فلمي دنیا کې یې د نوم پیدا کولو ارزو لرله.

ادا کاره ایما تامسن وايي واین سټین د جنس په نشته نو و اخته هغه د جنس ځناور و.

میرمن لیزالین جیکبز د جنسي تشدد په اړه مشاوره ده او وایي چې ښځې د کامیابو سړو په اړه د جنسي ځورونې الزام د ویریدو له کبله نه لگوي او که چرې یوه داسې هم کړي نو د هغې په اړه دا تاثر خپور شي چې بده خویه ده او د نورو خلکو سره همکاري نشي کولی..

خو بیا د وومن اېنډ هالي وُډ په نومي بلاگ لیکونکې میرمن میلېسا سلورسټئن وايي په زنانه ؤ کې د ویرې دا سوچ په بدلیدو دی. هغې وویل د هاروي واین سټین په اړه الزماتو لکه د زلزلې په رنگ جړقول وکړل.

میرمن سلورسټین د فلم او د ټي وي د دنیا هغه شهرت یافته هغه درنو شخصیتونو ته اشاره وکړه او وې ویل کله چې پرې زنانه ؤ د جنسی ځورونې الزامات ولگول نو دغه شخصیتونه لکه د دیوانو رانسکور شول.

په دغه شخصیتونو کې مشهور ادا کار بل کاسبي هم شامل دی. په هغه د ٥٠ و نه زیاتو زنانه ؤ د جنسی تورونو الزامات لگولي دي او دا وخت پرې په عدالت کې مقدمې روانې دي.

د امریکې مشهور ټیلي وژن سټیشن فاکس نیوز باني رابجر ایلز هم د جنسي تیري د الزاماتو په سر د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړه.

د سیاست په میدان کښې هم په خلکو دا رقم تورونه لگیدلي خو نتیجې یې بل رنگ وې. په پخواني امریکائي صدر بل کلنټن په کال ١٩٩٠ او په موجوده صدر ډانلډ ټرمپ هم په جنسي تو گه د غیر مناسب رويي الزامات لگول شوي وو خو خلکو برعکس د نقصان نه بچ شوي دي.

میرمن سلورسټئن وايي وس د زناناؤ صبر تمام شوی دی. هغه وايي هالي وډ د نړي وال صنعت درجه اختیار کړي ده، د هالي وډ په سلو انو کې ٧٠ انې د خارج نه گټي، هالي وډ ته د یو ترقي پسند ښار په توگه کتلی کیږي او خلک گڼي چې په داسې قسمه مسلو به د نورو رهنمايي کوي.

ځیني خلق نظر لري چې هر صنعت کښې دې بدلون ښځې راولي چې د کسانو بهرتی نظام شفافه وي او په لوړو عهدو باندې دې هم زنانه راشي. خو د هالي وډ په شان ځائې کښې به دا یو غیر معمولي گام پدې هم وي چې تیر کال په سل فلمونو کښې خالي ۴ زناناؤ جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG