لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتي عبدالقوي دقندیل بلوچ وژنه کې محکمې ته مخ شوی


عبدالقوي
عبدالقوي

په پاکستان کې یو دیني عالم مفتي عبدالقوي د وژل شوې ایکټرې اؤ ماډلې قندیل بلوچ د وژنې په دوسیه کې په لمړي ځل محکمې ته وړاندې شوی دی.

قندیل بلوچ تیرکال په ۱۵م جولایي وروستو له هغې خپل رور وژلې وه چې هغې په کراچۍ کې دمفتي عبدالقوي سره دهوټل په یوه کوټه کې یو په یو ولیدل اؤ وروستو ددغه لیدنې عسکونه په سوشل میډیا د لکونو په شمیر کې خواره شول.

په میډیا اؤ سوشل میډیا د قندیل بلوچ د وژنې علت خلکو د مفتي عبدالقوي د قندیل بلوچ په هکله بیانونه اؤ د هغوئ دواړو خواره شوي عکسونه ګرځولي.

اؤ وروستو پولیس دقندیل بلوچ دپلار په غوښتنه دمفتي عبدالقوي نوم هم د قندیل بلوچ د وژنې ایف ایي ار کې شامل کړی ؤ.

تیره اوونۍ محکمې د مفتي عبدالقوي د نیولو امر کړی ؤ خو هغه دنیولو نه وړاندې تر ۱۷م اکتوبر محکمې ته خپل ضمانت ورکړی ؤ.

نن د نهې په ورځ مفتي عبدالقوي د ملتان سیشن محکمې ته وړاندې شوی .

سرچینې وایي د مفتي عبدالقوي وکیلانو محکمې نه د خپلو دلائیلو وړاندې کولو دپاره وخت غوښتې چې له هغې وروستو محکمې ددغه دوسیې اوریدنه تر سبا ورځې ځنډولې ده .

مفتي عبدالقوي په پاکستان کې هسې خو میډیا دیو ستر دیني عالم په توګه وړاندې کوي اؤ حکومت هغه ته دمیاشت لیدنې د مرکزي کمیټې د غړيتوب ذمه وارۍ هم سپارلې وې خو په سوشل میډیا دهغه په هکله وخت په وخت ترسکون بحثونه کیږي.

څه موده وړاندې په پاکستاني میډیا اؤ سوشل میډیا دهغه دې بحث زیاته هوا موندلې وه چې ویلي وؤ”ښکلې ښځې مې خوښیږي اؤ زیاتره وخت چې په هوایي ډګر انتظار کووم نو وخت د ښکلو ښځو په دیدار تیروم.

همدغه شان په یوه موقعه هغه ویلي وؤ چې په اسلام کې یو سړی د څلورو نه زیات ودونه کولی شي خو نکاح یوازې یوه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG