لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قانون او انصاف کمېټۍ د پېښور هائيکورټ واک قبايلي سيمو ته غزېدو منظوري ورکړې


دا بل به اوس قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته د حتمي منظورۍ لپاره لېږلی شیي او د دغه عمل وروستو به د قانون شکل خپل کړي.
دا بل به اوس قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته د حتمي منظورۍ لپاره لېږلی شیي او د دغه عمل وروستو به د قانون شکل خپل کړي.

د پاکستان د قامې اسمبلۍ د قانون او انصاف قايمه کمېټۍ په اکثرېت سره د پېښور هائيکورټ اختيارات قبايلي سيمو ته د غزولو د بل منظوري ورکړېده.

تېره اوونۍ د قبايلي اولس او د بېلابيلو سیاسي ګوندونو په زرګونو غړي اسلام اباد ته د لاريون په شکل کې په احتجاج راغلي وو او د پارلمان مخې ته يې احتجاجي ناسته کړې وه.

احتجاج کوونکو په سمدستي ډول د پېښور هائيکورټ او سپريم کورټ سيمې ته د واک غزېدو، د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د استازيتوب ورکول او اېن اېف سي اېوارډ کې د برخې ورکولو درې بنيادي غوښتنې کولې.

دغو احتجاج کوونکو ته د پاکستان د وزير اعظم قبايلي منتخب غړو ته د فاټا د اصلاحاتو عملي کولو باور ورکړی ؤ.

د احتجاجې مظاهرچېانو مشر او نن د قايمه کمېټۍ غونډه کې شريک د خېبر اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل افرېدې د بل منظوري د فاټا اصلاحات د عملي کېدولوري ته مهم ګام بللی دی او زياته کړې يې ده چې دې سره به قبايلو ته لويې ګټې په لاس ورشي.

هغه ويلي چې د پېښور هائيکورټ د واک غزېدو سره به قبايلو ته نه ېواځې د اپيل حق په لاس ورشي بلکې دا اسانتیا به ورته هم وي چې د شمالي وزيرستان خلق به ډېره اسماعيل خان د جنوبي وزيرستان هاغه به بنون ، اورکزي به کوهاټ او دغه شان د باجوړ ايجنسې قبايل به ملاکنډ اېجنسۍ کې جوړ د پېښور هائيکورټ څانګو کې د مقامي انتظاميې د فېصلو په ضد اپيل کولی شي.

له دې وړاندې حکومت د اسلام اباد هائيکورټ د اختیاراتو د قبايلي سيمو ته غزولو پرېکړه کړې وه خو سياسې ګوندونو او قبايلي مشرانو د دې فېصلې مخالفت کولو.

د پاکستان مرکزي کابينې د حکومتي کمېټۍ د سپارښتنو په رڼا کې د قبايلي سیمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو او د اېف سي ار قانون د ختمولو پشمول د ځينو اصلاحاتو منظوري ورکړې ده.

ډېوه رېډېو سره خبرو کې وتلی قانون پوهه قاضي انور د پېښور هائيکورټ اختیارات تر قبايلي سیمې غزېدو د بل منظوري د سيمې د بشري حقونو بحالۍ پله وړومبی او بنيادي ګام بلي.

دا بل به اوس قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته د حتمي منظورۍ لپاره لېږلی شیي او د دغه عمل وروستو به د قانون شکل خپل کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG