د برطانیې "دې ټائمز" ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ویلي روس د تېلو د لارې په افغانستان کې د نېټو په ضد د طالبانو مرستې کوي، او طالبان د روس په تېلو د میاشتې دوه نيم ملينه ډالره ګټي.
له دې وړاندې امريکايي لوړ رتبه چارواکو هم دا ادعا کړې چې روس په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.
ورځپاڼې په خپل راپور کې ليکلي دغه خبر يې د طالبانو او افغان چارواکو نه د مالوماتو په اساس برابر کړی دی.
د روس استخباراتي اداره د ازبکستان سره لګېدلې پولې حېراتان د لارې د تېلو ټېنکرې افغانستان ته راليږي، او طالبان يې بیا د دغو ځايونو نه کمپنيانو يا شرکتونو ته ورکوي.
راپور ليکلي طالبان د مياشتې په سر د دغو تېلو د خرڅ نه دوه ملينه ډالره ترلاسه کوي او په دې مالي سرچينه افغانستان کې د نېټو او ځايي ځواکونو په ضد جګړه کوي.
د ورځپاڼې ترمخه روس په وروستيو مياشتو کې طالبانو سره خپلې مرستې سېوا کړي چې طالبان د داعش په ضد عمليات تند کړي.
راپور ليکلي په غزني کې ورته د طالبانو يو خزانچي ويلي د يو نيم کال راهسې ورسره د روس دا ملاتړ روان دی. هغه ويلي افغانستان کې د جهاد دوامدار ساتلو دپاره روته دا کار روا دی.
راپورونه وايي د طالبانو ویاند دغه خبر رد کړی دی.
د روان کال مارچ په مياشت کې د امريکې د پوځ يو لوړ رتبه چارواکي جنرل کرټس د امريکې د سېنېټ د پوځي چارو کمېټۍ ته په يوه اورونه کې دا امکان څرګند کړی چې روس په افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونو په وړاندې د طالبانو مرستې کوي.
له دغې وړاندې په افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونو مشر جنرال نکلسن هم طالبانو سره د روس د ملاتړ يادګېرنه کړې وه.
د اپرېل په مياشت کې روس دغه خبره رد کړې وه چې ګنې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.
روس د امريکا لخوا په افغانستان کې نوې پاليسۍ باندې افسوس څرګند کړی او ويلي يې ؤ په پوځي قوت کارولو به څه ترلاسه نکړي.
د اګست په مياشت کې د امریکا خارجه وزیر رېکس ټېلرسن هم ويلي ؤ ، روس طالبانو ته وسله ورکوي او دا د نړيوال معيار سرغړونه ده.
د روس خارجه وزير سرګئ لاروف بيا ويلي ؤ دا وړومبی ځل نه دی چې په روس طالبانو ته د وسلې ورکولو تورونه لګي، خو په دې اړه حقيقت نه دی وړاندې کړی شوی.