لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د کندهار معروف ولسوالۍ نيولو ادعا کړې


معروف د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي.
معروف د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي.

راپورونه وايي د کندهار ولايت (صوبې) معروف ولسوالي (ضلعې) طالبانو نيولې خو چارواکي دغه خبره ردوي چې ولسوالي ټوله د طالبانو په ولقه کې ده.

د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق ويلي چې په معروف ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده خو د ولسوالۍ د طالبانو د نيولو ادعا تشې خبرې ګني.

نوموړي په جګړه کې د څلور تنه پوليسو وژل تائيد کړي خو د ولسوالۍ د نيولو خبره ردوي.

هغه ويلي هوايي ځواکونو ولسوالۍ کې تېره شپه بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ طالب وسله وال وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې پاکستان سره په پوله پرتې کندهار صوبې چارواکو ويلي، چې د معروف ولسوالۍ په مرکز د درېو ورځو نه د طالبانو بريدونه روان ځکه د ولسوالۍ مرکز بل ځای ته منتقل کړی شوی دی.

يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط امريکا غږ سره په خبرو کې منلې چې د ولسوالۍ مرکز وسله والو طالبانو نيولی ځکه مرکز اوس د سالیسون سیمې ته منتقل کړی شوی دی.

راپورونه وايي د وسلې نه لرلو له امله ۱۳ پوليس وسله والو طالبانو نيولي او څلور يې ترې وژلي هم دي.

معروف د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په بشپړه توګه د معروف د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې او ویلي دي، چې د دغې ډلې د وسله والو لخوا د ولسوالۍ د مرکز د نیولو وړاندې افغان ځواکونو د ولسوالۍ په مرکز کې دولتي تاسیساتو ته اور اچولی او ودانۍ یې په خپله ورانې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG