لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان د سولې په اړوند سبا مسقط کې څلور هېواديزه غونډه کيږي


د کال ۲۰۱۶م نومبر په مياشت کې اسلام اباد کې د ترسره شوې څلور هېواديزه غونډې عکس.

د افغانستان د بهرنو چارو وزارت وياند احمدشکېب مستغني امريکا غږ ته ويلي سبا په مسقط کې راجوړېدونکې څلور هېواديزه غونډه کې به" د تیرو ژمنو د عملي کیدو لپاره به ځانګړي اهداف وټاکل شي او هم به دغو اهدافو ته د رسېدلو لپاره لارې وټاکل شي".

د بهرنو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د عمان پلازمينه مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو ترمنځ ناسته وشي او د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په اړوند د تېرو غونډو خبرو ته دوام ورکړی شي.

طالبانو ويلي د مسقط په ناسته کې ګډون نه کوي.

د افغان حکومت او طالب وسله والو ترمنځ د سولې خبرو په اړوند څلور هېواديزه غونډه تېر کال د فرورۍ په مياشت کې کابل کې شوې وه.

د خبرو دغه لړۍ له هغې وروستو وځنډېده چې افغانستان په پاکستان تور ولګوؤ څلورهېواديزه غونډو کې په کړو ژمنو عمل نه کوي.

دې ځل له دا غونډه په داسې حال کې کيږي چې امريکا د افغانستان او سويلي اسيا دپاره نوې تګلاره اعلان کړې ده.

مستغني ويلي د غونډو بېا پېلېدو پرېکړه له هغې وروستو شوې چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو د ملاتړ څرګندونه کړې ده.

د امريکا د نوې پاليسۍ د اعلانولو وروستو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه د روانې مياشتې په سر کې د کابل سفر کړی، افغان صدر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره يې ليدلي وو.

د پاکستان د پوځي مشر د کابل د سفر وروستو د بهرنو چارو وزير خواجه اصف د مسقط د خبرو ويلي ؤ، نوموړي په امريکا کې دغه خبره کړې وه چې،

" ترڅو پورې چې په افغان طالبانو زمونږ د اثر خبره ده، نو زمونږ ترمنځ بداعتمادي ده او ښايي په سيمه کې زمونږ نه سېوا نور ملکونه په هغو ډېر اثر لري، مونږ بيا هم په دې لړ کې په ۱۶م اکتوبر مسقط کې خبرې پېل کوو، څلور هېواديزه خبرې به کیږي، اوس هم هيله شته خو ضرورت دې ته دی چې درې څلور ورځې وړاندې د کابل او اسلام اباد کومې دوه اړخيزه رابطې جوړې شوي امریکا د دې عمل ملاتړ وکړي".

ښاغلي مستغني ويلي د افغانستان لپاره ډیره مهمه مسله د ژمنو عملي کېدل دي، د دې لپاره چې په تېر وخت کې ډیرې ژمنې وشوې، په ځانګړي ډول د څلوراړخیزو غونډو په ناستو کې، او اوس پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو او ترهګرو ډلو په ضد د سنجيده اقداماتو کولو نومې ژمنې لري.

افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان حقاني شبکې ته د پناه ورکولو او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې د حقاني وسله والو د ملاتړ تور لګوي خو پاکستان دغه تورونه رودي.

افغان چارواکي وايي اوس وخت راغلی چې پاکستان په دغه هېواد کې د موجودو ترهګرو په ضد سنجيده ګامونه واخلي.

څيړونکي وايي که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ وړاندې کومې خبرې عملي شوي نه دي خو دې ځل له په دې کې ځينې مثبت بدلونونه ښکاري او د دواړو ملکونو ترمنځ اړيکو کې پرمختګ به د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په اړوند د سخت بيان نتيجه وي.

صدر ټرمپ د اګست په مياشت کې په پاکستان سخت ټکونه کړي او ويلي يې ؤ امريکا به نوره په پاکستان کې د وسله والو په موجودګۍ غلې پاتې نشي.

مستغني ويلي د مسقط په سبانۍ غونډه کې به د افغانستان له اړخه د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزی په مشرۍ یو پلاوی چې د سولې د عالي شورا د دارالنشا رئیس محمد اکرم خپلواک هم په کې برخه لري ګډون وکړي.

د پاکستان له لوري د سيکرټري خارجه تهمينه جنجوعه په مشرۍ پلاوی په څلور هېواديزه غونډه کې ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG