لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا صیب سره قبائیل ولاړ دي که مراعات یافته ملکان؟


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

دپاکستان دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډولو دپاره پلازمینه اسلام اباد کې د قبائیلي اولس اؤ سیاسي ګوندونو لخوا د شوي احتجاج نه وروستو نن په پيښور کې دجمعیت عملماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم دخپل سیاسي قوت ښودنه کړې ده.

دپاکستان په حکومتي اتحاد کې د شاملو دوؤ سیاسي ګوندونو مشران مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اچکزئ دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د فاټا په هکله هره پریکړه باید دقبائیلي اولس په خوښه وشي.

دخالي په ورځ پيښور کې یوې لویې جلسې ته پخپله وینا کې دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وویل کوم خلک چې د قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو غوښتنه کوي هغه ددغه غوښتنې مخالف نه دی خو غواړي چې دفاټا دمستقبل په هکله هره پریکړه باید دقبائیلي اولس په خوښه وشي.

مولانا فضل الرحمان وویل یوازې د څو کسانو غوښتنه باید د ټولو قبائیلو غوښتنه ونه منل شي ځکه چې زیات قبائیل نن د هغه په جلسه کې شامل دي اؤ جلسه کې دهغوئ ګډون ښایي چې دوئ د څو کسانو په خوښه د فاټا په هکله پریکړې نه مني.

خو دقبائیلي سیمې باجوړ نه دقامي اسمبلۍ غړی ښاغلی شهاب الدین خان بیا وایي چې د مولانا فضل الرحمان دپاره دغه جلسه په پيښور کې اسټبلشمنټ راجوړه کړې وه ه اؤ د پولټیکل ایجنټانو په وینا پکې یوازې مراعات یافته قبائیلي ملکان شامل شوي دي.

مولانا فضل الرحمان په پیښور کې دغه جلسه وروستو له هغې راجوړه کړې وه چې روانه اوونۍ په پلازمینه اسلام اباد کې په زرګونو قبائیلو، دپارلیمان غړو، دسیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې فعالینو فاټا کې د اصلاحاتو اؤ دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو دپاره یو ستر احتجاج کړی ؤ.

دغو احتجاج کوونکو په مولانا فضل الرحمان اؤ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په مشر محمود خان اچکزي تور لګولی ؤ چې دپنجاب د اسټیبلشمنټ په وینا یې فاټا کې داصلاحاتو مخه نیولې اؤ غواړي چې قبائیلي اولس دې ټول عمر دخپلو انساني،جمهوري اؤ ائني حقونو نه محروم وي.

خو ننۍ جلسې ته پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان وویل چې زیات قبائیل د هغه سره ولاړ دي اؤ کوم خلک چې د فاټا د موجوده حیثیت ختمولو چغې وهي هغه د قبائیلو اصل غوښتنې نظر انداز کوي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې که قبائیل غواړي چې هغوئ دې د یوې بیلې صوبې په توګه پاکستان کې شناخت ولري نو باید هغوئ ته دغه شناخت ورکړل شي.

خو دپاکستان د واکمن ګوند سره تعلق لرونکي دقامي اسمبلۍ قبائیلي غړي شهاب الدین بیا د مولانا فضل الرحمان دغه جلسه اؤ څرګندونې د اسټبلشمنټ د خوشحالولو یوه ناکامه هڅه بللې ده.

میډیا سره خبرو کې ښاغلي شهاب الدین ویلي چې قبائیلي خلک د پولټیکل نظام پوزې ته راوستي اؤ د مولانا صیب جلسې ته هم دقبائیلي علاقو نه ټول مراعات یافته ملکان پولیټکل ایجنټانو ورلیږلي.

هغه وویل اوس قبائیل دخپلو انساني جمهوري اؤ ائني حقونو نه خبر دي اؤ دمولانا فضل الرحمان په څیر لیډران یې نور نه شي غولولی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG