لاس رسیدونکی لینک

"طالبانو مې ماشومه لور ووژله،په میرمن یې راله جنسي تیری وکړو"


هغه طالبان دشیطانانو اؤ‌ احمقانو په نوم یاد کړي دي

په پاکستان کې د طالبانو د منګولو نه راخلاص کړی شوي کاناډایي وګړي جاشوا بویل وایي دحقاني شبکې جنګیالو د برامتې په مهال نه یوازې د هغه یوه ماشومه لور وژلې بلکې په میرمنه یې ورله جنسي تیری هم کړی دی.

جاشوا بويل او دهغه ښځه کېټلان کولمن په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې د سيلانۍ پر مهال وسله والو طالبانو تښتولي وؤ.

دغه دواړه ښځه اؤ خاوند چې دپینځوؤ کلنو راهسې دطالبانو په بند کې پراته وؤ روانه اوونۍ پاکستاني پوځ دتښتوونکو نه راخلاص کړي دي.

ازادي سرچینې دعوې کوي چې دغه دواړه ښځه اؤ خاوند دحقاني ډلې دطالبانو ولقه کې وؤ خو د پاکستان پوځ دا نه وايي چې دا کورنۍ د حقاني ډلې لخوا برمته شوې وه.

په خپل رسمي بیان کې پاکستان ویلي کورنۍ يې د ترهګرو له منګلو خوشې کړې.

کاناډا ته د رسیدو په مهال د ټورنټو په هوایي ډګر ښاغلي جاشوا خبریالانو ته دخپلې برامتې د اوږدې مودې قیصه تیره کړې ده اؤ طالبان یې د احقمانو اؤ شیطانانو د ډلې په نوم بللي دي

جاشوا ویلي هغه اؤ میرمن یې غوښتل دافغانستان په هاغو سختو سیمو کې د خلکو مرسته وکړي چرته چې نه حکومت لاس رسی لري اؤ نه هم غیر دولتي سازمانونه یا مرستندویه ادارې.

خو جاشوا یویل وویل چې په په دغه مهال طالبانو ونیول اؤ د ځان سره یې بوتلل.

طالبانو سره دبند په مهال د جاشوا میرمن کیټلان کولمن درې ماشومان زیږولي.

د میرمن کیټلان میړه وایي کله چې هغه طالبانو ته غوښتنه وکړه چې میرمنې ته یې باید څه ونه وایي طالبان په قار شول اؤ دهغې په میرمنې یې جنسي تیری وکړو.

خو هغه دا هم وایي چې دحقاني جنګیالو ورله یوه ماشومه لور هم وژلې ده ګنې اوس به یې څلور بچي وی.

ددغه ښځې اؤ خاوند دخوشې کیدو په اړوند د پاکستان حکومت په خپل رسمي بیان او د چارواکو ځېنو خبریالانو سره په خبرو کې تضاد لیدل کیږي.

د پاکستان د خارجه چارو ددفتر ویاند نفیس زکریا مطبوعاتو ته ویلي د امریکا استخباراتي معلوماتو وروستو يې دغه کسان د پاکستان قبایلي سیمې کرمه ایجنسې کې خلاص کړي دي.

خو ځینې باوري امنیتي چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال ته ویلي دغه ښځه خاوند، او د دوي بچي د خیبر پښتونخوا کوهاټ ښار نه ۱۵ کلومیټره سویل غربي اړخ ته پروت نوي کلي کې د شوروپه شپه د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو په وخت ازاد کړل شوي.

د پاکستان په رسمي دریځ کې یو بل توپیر دادی چې دا برمته شوي کسان یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې راخوشې کړیدي، خو سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې کورنۍ د خوشې کیدو په برخه کې د کومو پوځي عملیاتو یادونه نه ده کړې خو د پاکستان نه يې مننه کړې ده.

XS
SM
MD
LG