لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ دپښتنو تر ټولو ستر خو دنړۍ تر ټولو غیرمحفوظ ښار


کراچۍ کې د ډیرې مودې راهسې ترهګري ، هدفي وژنې اؤ قلنګ غوښتنه روانه ده

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ د نړۍ تر ټولو غیر محفوظ ښار ګرځول شوی اؤ تازه څیړنې وایي چې په دغه ښار کې دترهګرۍ نه یوازې دترهګرۍ بلکې د نورو ډیرو علتونو له امله خلک غیرمحفوظ دي.

د اقتصادیاتو د یوې ډلې دغیردولتي موسسې د پلټنو اؤ څیړنو څانګې (ای ایي یو) پخپل یو تازه راپور کې ویلي کراچۍ که هرڅو له هر لحاظه بده ده خو دخطرناکو ترهګریزو بریدونو اؤ شخصي امنیت د نشتوالي له امله دغه ښار تر ټولو په لاندې کچه ولاړ دی.

د ای ایي یو دغه راپور کې نړۍ د ۶۰ؤ ښارونو جاج دامنیت، صحت، اساسي ځاندرې اؤ شخصي تحفظ په ګډون د ۴۹ؤ اړخونو څخه اخستل شوی.

په دغه فهرست کې ایشیاء، منځنی ختیز اؤ افریقه ترټولو لاندې کچه باندې ښودل شوي اؤ ددې وجه دا ښودل شوی چې ددغو هیوادونو ډهاکه، ینګون اؤ کراچۍ ترټولو غیرخوندي ښارونه دي.

د فهرست له مخې دنړۍ ۱۰ تر ټولو غیرخوندي ښارونو کې درې د جنوب مشرقي ایشاء(منیا، هوچي منهـ سټي اؤ جکارته) دوه دجنوبې ایشیاء (ډهاکه اؤ کراچۍ) اؤ دوه د منځني ختیز اؤ افریقې (قاهره اؤ تهران) ښارونه شامل دي

کراچۍ بیا ددغو ۶۰ ښارونو په فهرست کې ۳۸.۷۷ پوانټونو سره تر ټولو لاندې کچه باندې ولاړه ده

په دغه فهرست کې کراچۍ سږکال شامل کړی شوې ده.

دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار ګڼل کیږي اؤ په دغه ښار کې د میشتو پښتنو شمیره هم د نړۍ تر بل هر ښار زیاته ښودل کیږي.

هسې خو کراچۍ ښار د تیرو څو لسیزو راهسې دجنګونو، ترهګرۍ اؤ اړي ګړي ښکار دی خو د تیرو لسو کالو په مهال په دغه ښار کې ترهګریز بریدونه، فرقه ایزه اختلافات، هدفي وژنې، قلنګ غوښتنه اؤ نور جرائم تر دې حده سیوا شوي چې اوس په کراچۍ کې دامنیت ذمه وارۍ هم د پولیسو ترڅنګ د رینجرز ځواکونو ته سپارل شوي دي

XS
SM
MD
LG