لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:د وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی،درې ژوبل


ډزې فقیر محمد روډ باندې دپولیسو په ګزمه نامعلومو وسله والو کړي دي
ډزې فقیر محمد روډ باندې دپولیسو په ګزمه نامعلومو وسله والو کړي دي

دپاکستان دبلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې وسله والو په پولیسو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر مړ اؤ درې نور ژوبل شوي دي .

پولیس وایي دغه برید د جمعې په ورځ په فقیر محمد روډ هاغه مهال په پولیسو شوی چې پولیس د معمول په ګزمه روان وؤ.

برید کې د وژل شوي عسکر پیژندګلو د علي محمد په نوم شوې ده .

دسیمې څخه سرچینې وایي په دغه برید کې ژوبل شوي دوه عسکر اؤ یو ماشوم د علاج دباره د کوټې سول روغتون ته رسؤل شوي چې حالت یې د خطرې څخه بهر ښودل کیږي.

دپولیسو وینا ده چې دبرید نه وروستو ترهګر دپيښې د ځایې نه تښتیدلي اؤ پولیسو د هغوئ دنیولو دپاره د لټونې عملیات پیل کړي دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظه دپاکستان تر ټولو لویه صوبه ده اؤ دتیرې یوې لسیزې راهسې دغه صوبه کې حالات تاوژن دي.

په بلوچستان کې وخت په وخت په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ دهدفي وژنو اؤ په دولتي تاسیساتو دبریدونو راپورونه دمیډیا دلارې مخې ته راځي.

دپاکستان حکومت بلوچستان کې دحالاتو دخرابولو پړه پخپلو څو ګاونډیو هیوادوونو وراړوي خو دبلوچستان ملت پاله مشران وایي چې په دغه صوبه کې حالات د بلوڅو سره د ریاست لخوا کیدونکي توپیري چلند خراب کړي دي.

دغه ملت پاله بلوڅ مشران دریځ لري چې دبلوچستان خلکو ته پخپلو وسیلو اختیار نه ورکړی کیږي اؤ کله چې هغوئ دخپل غږ دپاره احتجاج کوي نو خفیه ادارې هغوئ پورته کوي اؤ وژني یې .

دا مهال دبلوچستان ګڼ ملت پاله مشران دهیواد نه دباندې وتلي اؤ دازاد بلوچستان جوړولو دپاره هڅې کوي.

خو دپاکستان پوځ د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وؤ چې د بهر نه کوم پاکستانیان پوځ بدناموي هغوئ به نیسي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG