لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په پوځ کې اوس هم عيسايي، سيکهـ او قادياني شته، اصف غفور


غفور ويلي، دا چې پوځ ته د احمديانو په راتګ بندېز ولګول شي نو قانون جوړؤنکي دې داسې قانون راوړي نو د هغې نه وروستو به کتلی شي.
غفور ويلي، دا چې پوځ ته د احمديانو په راتګ بندېز ولګول شي نو قانون جوړؤنکي دې داسې قانون راوړي نو د هغې نه وروستو به کتلی شي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور ويلي، د پاکستان پوځ ملي دی په دې کې دا بندېز نشته چې يواځې د يو مذهب خلک به پکې راځي ځکه چې دا يو مسلمان ملک دی.

اصف غفور ويلي د پاکستان په پوځ کې دا وخت عيسايان، سیکهان او قاديانيان هم دي.

د پوځ وياند يو شخصي ټي وي (دنيانيوز) سره دغه خبره د نوازشريف زوم (ر) کېپټن صفدر په قامي اسمبلۍ کې د بيان په غبرګون کې کړې ده.

صفدر د سه شنبې په ورځ اسمبلۍ کې ويلي ؤ قادياني احمدي د ملک دپاره خطره ده او د پوځ نه دې وويستل شي.

ښاغلي غفور ويلي دغه وېنا يې اورېدلې او دا چې پوځ ته د احمديانو په راتګ بندېز ولګول شي نو قانون جوړؤنکي دې داسې قانون راوړي نو د هغې نه وروستو به کتلی شي.

هغه دا هم ويلي پوځ کې مسلمانان يو سرټيفيکېټ لاس ليک کوي چې زه احمدي يا قاديانی نه يم، او داسې څه خبره نشته چې احمديان پوځ ته نشي راتلی.

د پنجشنبې په ورځ وزيراعظم شاهدخاقان عباسي هم د صفدر نه د بيان د لاتعلقۍ اظهار کړی دی.

صفدر د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړی دی.

وزيراعظم يو ځايي ټيلي ویژن چېنل (ډان) سره په خبروکې ويلي د صفدر د بيان سره د ګوند او نوازشريف هیڅ تعلق نشته. هغه ويلي د مشر په حېث به د صفدر نه په بيان پوښتنه کوي او دا چې په (صفدر) د نوازشریف د زوم په حېث ډېره زمه واري راوړي.

صفدر په خپل بيان کې د اسلام اباد قايداعظم پوهنتون د يوې څانګې نوم د نوبېل جايزه ګټونکي ډاکټر عبدالسلام د دنوم نه بدلولو هم ويلي او زیاته کړې يې ده چې پوځ او عدليه کې دې د افسرانو نه سندونه واخستی شي چې احمديان نه دي.

د صفدر بیان ته په ټولنیزو وېب پاڼو د کرکې بيان ویل شوی او سخت غبرګون يې مخې ته راغلی دی او د پاکستان په پوځ کې د احمديانو کارنامې ښکاره کړی شوي دي.

دا پوښتنه راپورته شوې چې د صفدر نه دې د هغه په بيان وضاحت وغوښتی شي.

د پاکستان پارلمان په کال ۱۹۷۳ کې قاديانيان غېرمسلمانان ګرځولي دي، او دغه لږکۍ وخت په وخت دا شکايت کوي چې په پاکستان کې ورسره امتيازي سلوک کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG