لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او کاناډا تابعت لرونکې کورنۍ له حقاني ډلې ازاده شوه


وایټ هاوس (سپینه ماڼۍ) وايي، په پاکستان کې پنځه بهرنیان د ترهګرې ډلې حقاني شبکې له منګلو څخه د پنځه کاله بند وروسته خلاص کړل شویدي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې دعوه کړیده چې ددغه هېواد پوځ او استخباراتي شبکې ايې اس ایې د ترهګرو له بنده پنځه تښتول شوي بهرنیان موندلې او ازاد کړیدي.

د پاکستان د پوځ په بیان کې د ترهګرې ډلې نوم نه دی ښودل شوی او نه هم دا ویل شویدي چې د ژغورنې په دغو عملیاتو کې کوم ترهګر هم ژوبل یا وژل شوی دی او که څنګه؟

پدغو راخلاص شویو کسانو کې یو کاناډایې جاشوا بایل، د هغه امریکايي میرمنه کیټلین کولمن او د هغوی درې ماشومان شامل دي.

مېرمن کولمن خپله دریم ماشوم د برمته کېدو پرمهال زیږولی وه.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ په پنسلوینا کې د خبرو پرمهال پاکستان ته په اشاره وویل چې نن یو ارزښناکه کار شوی. هغه وویل، هغه هېواد چې مونږ ته یې درناوی نه درلود نن یې په درناوي مونږ ته یو مهم خبر راکړی.

ښاغلي ټرمپ وړاندې وویل زما یوه جنرال ماته راغی او وویل چې ته پوهیږي دغه هېواد به یو کال مخکې هېڅ هم داسې څه نه وه کړي.

ټرمپ وویل دغه هېواد مونږ ته احترام نه درلود خو اوس یې احترام کول پیل کړیدي. په ما باور ولرئ نړۍ یوځل بیا مونږ ته درنه سترګه کوري.

د پاکستان پوځ وايي، د امریکا استخباراتي ادارې دوي څارل او د روان کال د اکټوبر په یولسمه نیټه د پاکستان کورمې ایجنسۍ سرحدي سیمو ته د اوښتو معلومات یې هم له اړوندو ادارو سره شریک کړي وه.

له سیمې څخه بې طرفه خبریالان وايي د حقاني ډله په کورمه ایجنسۍ او وزیرستان کې اډې او مرکزونه لري خو پاکستان دغه راپورونه ردوي.

په کاناډا کې د تښتول شوې کورنۍ غړو ( د بایل مور او پلار) وي او اې ډیوه ته په تیرې جون میاشت کې د یوې مرکې په ترڅ کې له تښتونکو څخه غوښتي وه چې د دوي د کورنۍ غړي دې خوشې کړي.

یاد کسان د ترهګرو لخوا په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې نیول شوي وو له هغې راهیسې د هغوي په برمته کې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG