لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ځناور سره په یو تالاب اوبه څښو"


د ټانک د خلکو احتجاج
د ټانک د خلکو احتجاج

دخیبرپښتونخوا دلرې پرتې جنوبي سیمې ټانک خک وایي هغوي په یوویشتمه سائنسي پیړۍ کې دځناورو سره یو ځایې د خوړونو داوبو په څښلو مجبور دي.

دټانک خلکو نن په پیښور کې د څښلو دصفا اوبو دنشتوالي په ضد کوټلی احتجاج کړی اؤ ویلي یې دي هغوئ دنن په پرمختللي دور کې هم د کاڼي د زمانې ژوند کوي.

دغو مظاهره چیانو ګیله کوله چې سړکونه یې وران ویجاړ دي، سیمه کې روغتونونه وجود نه لري اؤ دمکتبونو دنشتوالي له امله ورته ماشومان بې تعلیمه لوئیږي.

مظاهره کې شامل یو تن ګل رحمان وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي "مونږ انسانان اؤ ځناور په یو تالاب اوبو څښلو ته مجبوره یو "

هغه وویل "په ټانک کې چې په کومو تالابونو ځناور اوبه څښي مونږ د لرې لرې سیمو نه دغو تالابونو ته لوښي وړو اؤ دهغې نه چې کومې اوبه کورونو ته راوړو هم هغه بیا پخپله اؤ پخپلو ماشومانو څښو"

هغه وویل څو کرته د سیمې خلکو دغه مشکل باندې ضلعي انتظامیې اؤ دپارلیمان استازو سره خبرې وکړې ، احتجاجونه یې هم وکړل خو هیڅوک دهغوئ خبرې اوریدو ته تیار نه دي.

دغو مظاهرینو وویل د ټانک خپله ابادي د دوؤ لکو نه سیوا ده اؤ د شمالي وزیرستان نه بې کوره شوو قبائیلو هم دغې سیمې ته پناه ور وړې ده چې ورسره د ټانک خپلې وسیلې ګډې وډې شوي دي.

ددغه مظاهرې نور احوال د ډیوه خبریال مدثر شاه پخپل دې لاندې رپورټ کې درکوي

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG