لاس رسیدونکی لینک

"دبې درکه کسانو کمیشن دککړو کسانو اؤ ادارو معلومولو کې ناکام "


دپاکستان دسینیټ دانساني حقونو دپاره دفعالیت کمیټې ویلي چې په ګرد هیواد کې دبې درکه کړل شوؤ خلکو په بې درکۍ کې دککړو کسانو اؤ ادارو معلومولو دپاره ټاکل شوی کمیشن خپل کار کې ناکام شوی دی.

په پاکستان کې زیات خلک د ناقراره صوبې بلوچستان څخه پورته کیږي چې اکثره وروستو دهغوئ په ګولو سوري مړي موندل کیږي.

بلوڅ ملت پالان ددغو بې درکیو تورونه دپاکستان په طاقتور پوځ اؤ استخباراتي شبکې لګوي خو پوځ دغو تورونو منلو نه انکار کوي.

تیره ورځ د سینیټ پارلیماني کمیتې دخپلو مشاهدو په رڼا کې ویلي چې دبې درکه کړل شوؤ کسانو په هکله جوړ کمیشن دعوه لري چې تیرو شپږو کالو کې یې دوه زره بې درکه کسان پیدا کړي.

خو کمیټي وایي چې دغه کمیشن په پیدا کړل شوؤ دوؤ زرو کسانو کې د یو تن بیان هم تر اوسه نه دی ریکارډ کړی چې ایا هغوئ چا اؤ ولې بې درکه کړي وؤ؟

دکمیتۍ دغونډې په مهال د پاکستان پیپلز ګوند سنیټیر فرحت الله بابر پوښتنه راولاړه کړې ده چې تر اوسه څومره بې درکه کړل شوي کسان موندل شوي هغوئ ژوندي نه وؤ بلکې په ګولیو غلبیل مړي یې موندل شوي ایا کمیشن ددغو کسانو وژنه کې د ککړو خلکو یا ادارو په ضد کارروایي پیل کړې ده؟

ښاغلي بابر وړاندیز وکړو چې د بې درکه کړل شوؤ کسانو بې درکۍ کې دې ککړ کسان اؤ ادارې ذمه وارې وګرځول شي اؤ دهغوئ خلاف دې دمقدمو جوړولو امر وکړی شی.

سینیټر فرحت الله بابر تیرو ورځو کې د ترکي د یوې کورنۍ دغړو د ناساپي بې درکۍ حواله هم ورکړې اؤ ویلي یې دي چې اوس اوس پاکستان کې غیر ملکي وګړي هم تښتول شوي اؤ بې درکه کړل شوي دي.

د کمیټې غړو په دغه مهال ویلي چې د بې درکه کسانو په هکله کوم کمیشن جوړ کړی شوی هغه محکمې نه بلکې مرکزي حکومت جوړ کړی ځکه نو ددې د کارکردګي څارل معلومول دحکومت اؤ څارنه یې د پارلیمان ذمه واري ده.

کمیټې په دې خبره هم ټینګار کړی چې تراوسه کمیشن کوم دوه زره بې درکه کسان پیدا کړي دهغوئ په هکله دې پلټنې وکړل شي چې تښتولو کې یې چا لاس لرلو اؤ دریوؤ میاشتو کې دې دهغې نتیجې کمټې ته وړاندې کړل شي.

دکمیشن مشر جسټس جاوید اقبال په دغه موقعه کمیټې ته احوال تیر کړی چې په زوره دخلکو بې درکه کول یوه داسې المیه ده چې په هیڅ حال دقبلولو نه ده.

نوموړي وویل چې ملکي میډیا د بې درکه کړل شوؤ کسانو شمیره سیوا ښایي .

هغه وویل سږکال تر اګست میاشتې پورې ۴زره ۳سوه اؤ ۸۵ دبې درکۍ کیسونه مخې ته راغلي وؤ چې هغې کې ۲۸۹۹ کیسونه خارج کړل شويږ

دکمیشن مشر زیاته کړه چې اوس پاتې ۱۳۸۶ کیسونو کې د۷۹۳بې درکو کسانو تعلق پښتونخوا اؤ د۲۴۷ تعلق پنجاب سره دی.

خو جسټس جاوید اقبال دا هم ویلي چې تر اوسه داسې کوم شهادتونه نه دي ترلاسه شوي چې په اساس یې خفیه ادارې د بې درکیو ذمه وارې وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG