لاس رسیدونکی لینک

پنجاب: عدالت درېو احمديانو ته د مذهب سپکاوي مقدمه کې د مرګ سزا اورولې


پاکستان کې احمديان وايي دوي سره امتيازي سلوک کيږي.

د پاکستان پنجاب صوبې شېخوپوره ضلعې سيشن عدالت درېو احمديانو ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې ده.

د چهارشنبې په ورځ اورول شوې فېصله کې عدالت سزاوارو ته د دوه دوه لاکه روپو جرمانه اورولې، او ويلي يې دي که جرمانه ورنکړی شوه نو شپږمياشتې اضافي بند به تېروي.

سزاوار شوي کسان احسان احمد، غلام احمد او مبشراحمد نوميږي.

اډيشنل ډسټرکټ سيشن جج مياجاوېد اکرم د سزا په فېصله کې ويلي په بهويي وال کلي کې درېو احمديانو په خپله عبادت خانه کې پوسټر لګولی او د هغې لارې يې د رسالت سپکاوی کړی دی.

راپورونه وايي رياض حسې نومې دوکاندار په کال ۲۰۱۴م کې د شرقپور په تهاڼه کې د دوي په ضد شکايت کړی ؤ.

پنجاب کې درې احمديانو ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا په داسې حال کې اورول شوې چې دوه ورځې وړاندې دحکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي کېپټن (ر) صفدر پارلمان ته په وېنا کې احمديان د ملک دپاره خطره بللي، او ويلي يې دي ملکي پوځ کې دې احمديان ونه ګمارل شي.

کېپټن (ر) صفدر د پخواني نااهله کړی شوي وزيراعظم نوازشریف زوم دی.

پاکستان کې احمديان وايي دوي سره امتيازي سلوک کيږي.

پاکستان کې دا نیوکې هم کيږي چې د مذهب د سپکاوي قانون خلک په شخصي تاؤ تريخوالي يا دښمنو کې کاروي، خو په ښکاره د دغه قانون په اړوند ډېر خلک د بحث کولو نه ډډه کوي.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې د پاکستان د حکومت څخه دمذهب د سپکاوي موجوده قانون کې د بدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هېواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

د پاکستان د نظریاتي کونسل مشران هم وايي چې د اسلام د سپکاوي په قانون کې څه قسمه بدلون نه شي کېدلی.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د جرم سزا مرګ دی، او په دغه تور کې ګڼ شمېر مسلمانانو او نورو مذهبونو والو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

XS
SM
MD
LG