لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا د کالجونو استازان وايي خپل احتجاج به جاري ساتي


په دې تصویر کې لیدل کیږي چې د امنیتي ادارې یو چارواکی د وسله وال په جامه کې شاگرادنو ته د تحفظ په اړه تربیه ورکوي
په دې تصویر کې لیدل کیږي چې د امنیتي ادارې یو چارواکی د وسله وال په جامه کې شاگرادنو ته د تحفظ په اړه تربیه ورکوي

د خیبر پښتوتخوا حکومت او صوبې د کالج د استازانو ترمنځ استازانو د مراعاتو او کالجونو ته د مالي خودمختارۍ په سر د حکومت او د استازانو ترمنځ د شورو، چارشنبې، په ورځ مذاکرات ناکامه شول او د استازانو اتحادیه وایي کلاسونو نه د کاربندیز خپل احتجاج به جاري ساتي.

بلخوا، د کالج شاگردان وايي استازان او حکومت دې په خپل جنگ کې طالب علمان نه گیروي، استازان دې تعلیمي ماحول نه خرابوي، د شاگردانو تعلیم وخت دې نه ضائع کوي او استازان دې د خپلو غوښتنو لپاره ائیني او قانوني لاره اختیاره کړي او خپله مقدمه دې عدالتونو ته یوسي.

د کالج د استازانو او د صوبايي حکومت ترمنځ لانجه استازانو ته د ترقۍ او د حکومت د هغه مجوزه پروگرام په سر شروع شوي ده چې هدف يې د کالجونو کارکردگي بهتر کول او کالجونو ته مالي خود مختاري ورکول دي.

د استازانو "ایکشن کمیټي" وايي حکومت دې کالج استازانو ته د ترقۍ او د مراعاتو ورکولو خپل لوظونه پوره کړي او په کالجونو کې دې د "بورډ اف گورنرز" مجوزه نظام نه پرځای کوي.

په دې موضوع د استازانو د اتحاد مشرانو د شورو، چارشنبې، په ورځ د خیبر پښتونخوا علا وزیر پرویز خټک، د اعلا تعلیم لپاره د حکومت مشیر مشتاق غني او نورو حکومت مامورینو سره ملاقات وکړو خو پرویز خټک استازانو ته د ترقۍ او مراعاتو ورکولو غوښتنه ونه منله.

د استازانو د اتحاد یو مشر جمشید خان چې د وزیراعلا سره په غونډ کې موجود و د وي او ای ډیوه پروگرام هیلو وي او ای کې وویل پرویز خټک استازانو ته د ترقۍ او د "الاونس" یا د مالي مراعاتو د ورکولو غوښتنه و نه منله خو وې ویل په کالجونو کې به د بورډ اف گورنرز نظام به نه پرځای کوي.

جمشید خان وویل د استازانو سره ناسته کې پرویزخټک "امرانه" رویه اختیار کړي وه او د استازانو خبره په مکمله توگه د اوریدو پرځای په تادۍ کې د غونډې نه پاسیدو.

د غونډې په اړه د حکومت دریځ معلومولو لپاره وي او ډیوه د مشتاق غني سره د رابطې ډیر کوښښونه وکړل خو بې سوده وختل.

په پیښور کې میشته د ډان ورځپاڼې خبریال محمد اشفاق په هیلو وي او ای پروگرام کې وویل صوبايي حکومت د مالي مشکلاتو په وجه استازانو ته مالي مراعات نه ورکوي. هغه وویل که چرې د کالج استازانو ته د هغوي د غوښتنو سره مراعات ورکړی شول نو د نورو سرکاری محکمو ملازمین به هم په دغه رنگ تقاضو لاس پورې کړي.

ښاغلي اشفاق زیاته کړه د صوبايي حکومت د بجټ زیاتره برخه د وړاندې نه د تنخاگانو په غیر سرکاري مد مصرفیږي.

محمد اشفاق وايي که څه هم د کالجونو استازان د ترقۍ او په مالي مراعاتو کې د اضافې خبره کوي خو د سرکاري کالجونو معیار ته که وکتل شي نو اکثر مور او پلار به خپل بچي تعلیم لپاره سرکاري کالج ته لیږل غوره نه کړي.

مطبوعات هم وخت په وخت داسې خبرونه نشر کوي چې ښاي د سرکاري تعلیمي ادارو نتیجې د غیر سرکاري تعلیمي ادارو په مقابله کې څه ډیرې ښې نه وي.

د مردان کالج پروفیسر محمد ابرار وي او ای ډیوه ته وویل صوبايي حکومت د کالجونو معیار بهتر کولو په خاطر د بورډ اف گورنر یا د بي او جي نظام متعارف کول غوښتلو چې د کالجونو سرپرستي به یې کوله او د استازانو د برتۍ، ترقۍ، د کار نه د فارغولو او مالي امور به یې په لاس کې وو.

پروفیسر ابرار وايي تجویز شوي وه چې د بورډ اف گورنز به ١۴ غړي وو. په ١۴ ؤ غړو کې به څلور د کالج نمایندگان، د ضلعۍ انتظاميي ارکان، سیاسي مشران او د علاقې نامتو مشران او د علاقې هغه مرستندویه خلک چې د خپلې علاقې کالج سره مالي امداد کوي، شامل وو.

د کالج پروفیسران د حکومت ددې مجوزه نظام سره اتفاق نه لرلو. پروفیسر ابرار وویل د "بي او جي" دلاندې به د کالج استازانو د سروس سټرکچر یا د ملازمت نظام بدل شوی و او د ملازمت واک اختیار به د حکومت پرځای د بورډ په لاس کې و. هغه زیاته کړه د کالج استازان په کالجونو کې د اصلاحاتو خلاف نه دي خو دا دې د تعلیم او ِتحقیق یا د څیړنې او د استازانو د تربیت په مد کې وشي.

که چرې په کالجونو کې د اصلاحاتو لپاره د بي او جي مجوزه نظام بیرته واخیستل شو نو کتنه به دا وي چې آیا صوبايي حکومت به ددې مقصد لپاره څه متبادل نظام راوړي او که نا؟

خو په عین حال کې د مردان کالج د طالب علمانو یو نماینده جمال خان وویل د استازانو د موجوده کاربندیز په وجه د شاگردانو د تعلیم نقصان کیږي. هغه وویل د استازانو دا رویه د "شاگردانو خلاف."

جمال خان وویل استازان د شاگرادنو پرواه نه لري "خپلو مفاداتو په مخه اخیستي."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG