لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان قبائیلي سیمو کې دښځو ووټرانو شمیر سیوا شوی


دپاکستان د ټولټاکنو کمیشن وایي چې دهیواد په قبائیلي سیمو کې د میرمنو د ووټونو په درج کولو کې ۲۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

دټولټاکنو د کمیشن شمیرې ښایي چې دا زیاتوالی د پاکستان د بلې هرې سیمې په پرتله د ښځو ووټرانو په نوې شمیره کې سیوا دی.

ددې ترڅنګ په ګرد هیواد کې د تیرو څلور کالو په پرتله د ټولو ووټونو شمیره ۱۳ ملیونه سیوا شوې ده اؤ په دې کې ۲۳ فیصده زیاتوالی یوازې په قبائیلي سیمو کې مخې ته راغلی.

دپاکستان د ټولټاکنو د کمیشن لوړپوړی چارواکی ښاغلی ولي الرحمان وايي دا شمیرې د نادرا نه اخستل شوي اؤ دالیکشن کمیشن د پلتڼو وروستو په الیکټورل رول کې ثبت کړل شوي دي.

د ښځو د ووټونو د معلومولو دپاره دپاکستان د ټولټاکنو کمیشن ځانګړې څانګې یا ګرځنده ټیمونه جوړ کړي وؤ خو چارواکي وایي اوس هم په قبائیلي سیمو کې زیاتې میرمنې شناختي کارډونه نه لري اؤ هغوئ ددې جوګه نه دي چې هیواد دپاره د حکومت جوړولو دعمل برخه جوړه شي.

دښځو دحقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي هرڅو که په ګرد هیواد اؤ په ځانګړي ډول قبائیلي سیمو کې دښځو ووټرانو شمیره سیوا کیدل یو ډاډمن ګام دی خو تر دې هم زیات ارزښت به اوس داخبره لري چې دغه میرمنې د ووټونو اچولو دپاره څوک د کورونو نه بهر ته راوتلو ته پریږدي که نه ؟

د ډیوه راډیو خبریال حمیدالله جان په دغه هکله نور تفصیل درکوي پخپل دې لاندې راپور کې

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG