لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کېپټن (ر) صفدر نه دې د احمديانو په اړوند د کرکې په وېنا تپوس وشي


کېپټن (ر) صفدر قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې دا غوښتنه هم کړې چې د اسلام اباد قايداعظم پوهنتون د شعبه طبعيات نوم دې هم بدل کړی شي.
کېپټن (ر) صفدر قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې دا غوښتنه هم کړې چې د اسلام اباد قايداعظم پوهنتون د شعبه طبعيات نوم دې هم بدل کړی شي.

پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او مدني ټولنې غوښتنه کړې د پاکستان د مخکني نااهله کړی شوي وزيراعظم نوازشريف زوم او د واکمنه مسلم ليګ (ن) ډلې د قامي اسمبلۍ غړي کېپټن (ر) محمدصفدر نه د احمدي لږکۍ په اړوند د کرې په وېنا پوښتنه وشي.

کېپټن (ر) محمدصفدر د سه شنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې احمديان د ملک دپاره خطره ګرځولي او ويلي يې ؤ ملکي پوځ کې دې احمديان (قاديانيان) ونه ګمارل شي.

قانون پوهه او د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګير ويلي د صفدر وېنا د قبلولو نه ده او نوازشريف دې د زوم د دغه وېنا پوښتنه وکړي.

عاصمه جهانګير يو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ويلي، د کېپټن (ر) صفدر دا وېنا د کرکې ډکه ده او دغه رنګ توري (الفاظ) کله د تندلارو د خلې نه دي اورېدل شوي هغې زياته کړې صفدر د اور لګولو هڅه کړې او د سياسي ګوندونو يې غوښتي د دغه بيان غندنه دې وکړي.

احمديان په پاکستان کې اقليتي مذهبي ډله ده او يادې ډلې په قامي اسمبلۍ کې شوې وېنا باندې اندېښنه څرګند کړې او ويلي يې دي دا ډله د پاکستان وفاداره ده او مشرانو يې د پاکستان په جوړونه کې کردار ادا کړی دی.

د احمدي ډلې وياند سليم الدين ويلي دغه ډول بيان په رسنيو خپرول نه ؤ پکار.

د نوازشریف د زوم قامي اسمبلۍ کې کړې وېنا ته د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو سخت غبرګون ويل شوی دی.

خبريالانو او د مدني ټولنې غړو ويلي دغه د کرکې ډکه وېنا نوټس دې واخستی شي او ځينو ويلي هغه دغه ډول وېنا د خپلو ګټو دپاره کاروي.

د پاکستان پارلیمان په کال ۱۹۷۳ کې قاديانيان غېرمسلمانان ګرځولي دي، احمديان وايي قاديانيان ورته د کرکې نه ویل شوي، او دوې دغه شکايت کوي چې په پاکستان کې ورسره امتيازي سلوک کيږي.

کېپټن (ر) صفدر قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې دا غوښتنه کړې چې د اسلام اباد قايداعظم پوهنتون د شعبه طبعيات نوم دې هم بدل کړی شي.

د قايداعظم پوهنتون دغه څانګه څو مياشتې وړاندې مرکزي حکومت د نوبېل اېوارډ اخستونکي پاکستاني سائنس پوهه ډاکټر عبدالسلام په نوم کړې وه، د چا تعلق چې د احمدي ډلې سره وو.

کېپټن (ر) صفدر دا هم ويلي چې د سترې محکمې د قاضيانو نه دې هم د ختم نبوت په سرټيفيکېټ لاسليک واخستی شي او د سياسي ګوندونو کانديدان دې هم د ټکټ اخستو په وخت دغه ډول سرټيفيکېټ ورکوي.

نوموړي غوښتنه کړې پوځ کې دې په لوړو چوکو ناست احمديان ګوښه کړی شي او زیاته کړې يې ده په دغه اړوند به پارلمان کې قرارداد وړاندې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG