لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير: چاؤدنه کې يو سرتېری وژل شوی، دوه ژوبل


شاهي کوټ د افغانستان سره لګېدلې پولې ته نزدې پرته علاقه ده، او په دغه علاقه کې د پاکستاني پوځ پوستې جوړې دي.
شاهي کوټ د افغانستان سره لګېدلې پولې ته نزدې پرته علاقه ده، او په دغه علاقه کې د پاکستاني پوځ پوستې جوړې دي.

د خېبرپښتونخوا بره دير علاقه کې يوه بمي چاؤدنه کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا دغه چاؤدنه نن د سه شنبې په ورځ د بره دير په شاهي کوټ علاقه کې رامنځته شوې ده.

د پوليسو په وېنا د بره ول شاهي کوټ کبل شهيد چيک پوستې امنيتي عسکر په ګزمه ؤ او په لار کې پرې بم چاؤدلی دی.

د چارواکو په وېنا وژل عسکر محمدوسيم نوميږي او تعلق يې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې کرک سره ؤ.

د سرچينو ترمخه چاؤدنه د ريموټ کنټرول د لارې شوې ده.

د پېښې وروستو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او د ځينو مشکوک کسانو کېدو هم ويل شوي دي.

پوليس وايي د دې پخلی کوي چې بارودي مواد اوسني اېښودی شوي يا پخواني پراته ؤ.

شاهي کوټ د افغانستان سره لګېدلې پولې ته نزدې پرته علاقه ده، او په دغه علاقه کې د پاکستاني پوځ پوستې جوړې دي.

تېره میاشت بره دير کې د سلطان خېلو په علاقه کې په عملياتو کې د يو پوځي افسر په ګډون پينځه سرتيري وژل شوي وو.

چارواکو ويلي ؤ سرتېرو د وسله والو د موجودګۍ په خبر عمليات کول او په دغه مهال پرې ځانمرګي ځان ته چاؤدنه ورکړې او سرتیري یې ځان سره وژلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG