لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوازشريف لُور او زوم احتساب عدالت ته مخامخ شوي


عدالت په ۱۳م اکتوبر په نوازشريف د هغه په لور او زوم باندې د فرد جرم لګولو ويلي دي.
عدالت په ۱۳م اکتوبر په نوازشريف د هغه په لور او زوم باندې د فرد جرم لګولو ويلي دي.

د پاکستان د مخکني نااهله کړی شوي وزیراعظم نوازشريف لور مريم نواز او د هغې خاوند کېپټن (ر) صفدر د قامي احتساب بېورو (نېب) عدالت ته مخامخ شوي دي.

راپورونه وايي عدالت په ۱۳م اکتوبر په نوازشريف د هغه په لور او زوم باندې د فرد جرم لګولو ويلي دي.

عدالت د نوازشریف زامن حسن نواز او حسېن نواز اشتهاري ګرځولي او د نېب چارواکو ته يې د هغو په ضد اخبارونو کې د اشتهارونو چاپ کولو ویلي دي، عدالت د هغو دواړو ناقابل ضمانت وارنټونه هم جاري کړي دي.

راپورونه وايي عدالت د حسن نواز او حسېن نواز مقدمه د نورو نه ځانله کولو هم ويلي دي.

عدالت ته د حاضرۍ وروستو مريم نواز ويلي هغوي د تحفظاتو باجود عدالت ته ورغلل او وروڼو په اړه يې ويلي هغوي به خپله خبره په خپله کوي.

عدالت مريم نواز ته د ۵۰ لاکه روپو د مچلکو جمع کولو او کېپټن (ر) صفدر ضمانت يې منظور کړی دی.

مریم او خاوند يې تېره شپه د لندن بيرته ستانه شوي او کېپټن (ر) صفدر د نېب چارواکو په هوايي اډه نيولی او ځان سره یې بوتلی ؤ.

عدالت د اکتوبر په دوېمه نېټه په مقدمه کې نومول شوو ملزمانو کې د نوازشريف زامنو حسېن نواز، حسن نواز او د هغه زوم کېپټن (ر) صفدر ناقابل ضمانت او د هغه د لُور مريم نواز قابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړي وو.

د پاکستان د سترې محکمې د پينځه کسيزه ججانو ډلې د جولايۍ په ۲۸ نېټه د پاناما ليکس مقدمې په فېصله کې نوازشريف د وزيراعظمۍ نه نااهله کړی او د هغه او بچو په ضد يې نېب ته د رېفرنسونو کولو ويلي ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG