لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان: وسله وال بريد کې درې سرتيري وژل شوي، اووه ژوبل


دوسلي علاقه د ميران شا نه ۴۰ کلوميټره سوېل پله لرې د جنوبي وزيرستان شکتويي سره جوخته پرته ده.

د قبايلي سيمې شمالي وزیرستان ايجنسۍ په دوسلي علاقه کې د وسله والو په يو بريد کې درې امنیتي سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

د پوليټکل انتظاميې د چارواکو په وېنا دغه بريد تېره شپه د امنيتي سرتېرو په ګزمه شوی دی.

چارواکو پخلی کړی چې برید کې د ملېشې درې سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي، ژوبل سرتيري د ايجنسۍ مرکز ميران شا روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

دوسلي علاقه د ميران شا نه ۴۰ کلوميټره سوېل پله لرې د جنوبي وزيرستان شکتويي سره جوخته پرته ده.

د چارواکو په وېنا د بريد وروستو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او کرفيو په ځای کړی شوې ده.

چارواکو ويلي بريد د ځايي طالبانو يوې ډلې کړی دی.

خو بل لور ته راپورونه وايي د کمانډرمقبول داوړ په نوم يو تن ځايي رسنيو ته ځان د پاکستاني طالبانو کمانډر معرفي کړی او د بريد زمه واري يې قبوله کړې ده.

کمانډر په بريد کې د لسو سرتېرو د وژنې ادعا کړې او ويلي يې دي چې په شمالي وزيرستان کې دوي اوس هم شتون لري او د پوځ دغو ادعاؤ ته يې دروغژنې ويلي چې سيمه کې د وسله والو نه پاکه کړې ده.

خو چارواکي وايي شمالي وزيرستان کې په بشپړ ډول امن په ځای کړی شوی دی او دوسلي هغه علاقه ده چرته چې د وسله والو په ضد پوځي عمليات نه ؤ ترسره شوي.

چارواکي دا هم وايي چې ځينې وسله وال د جنوبي وزیرستان نه دغلته راوړي او عمليات کوي.

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او پوځ ادعا کوي سيمه يې په بشپړ ډول د وران کارو نه پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG