لاس رسیدونکی لینک

کوټه: وسله وال بريد کې د درېوشيعه هزاره ؤ په ګډون  پينځه تنه وژل شوي


د جولايۍ په مياشت کې په مستونګ سيمه کې نامالومو وسله والو د هزاره شيعه ټولنې سره تعلق لرونکي څلور تنه په ډزو وژلي وو.

د بلوچستان سر ښار کوټې په کاسي روډ باندې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د شيعه هزاره ورورولۍ د درېو تنو په ګډون پينځه کسان وژل شوي دي.

د پوليس چارواکو په وېنا دغه پېښه نن د دوشنبې په ورځ رامنځته شوې نامالومو موټر سائيکل سورو وسله والو په کاسي روډ اله ډينو کوڅه کې په ګاډي ډزې کړي دي.

چارواکو ويلي پېښه کې درې شيعه هزاره، د ګاډي ډرائيور او يو لاروی وژل شوي او يو شيعه هزاره ژوبل شوی دی.

پولیس ويلي دا د شيعه هزاره هدفي وژنه ده. پېښه کې د وژل شوي ګاډي د ډرائيور تعلق د خېبرپښتونخوا چارسدې شبقدر سيمې سره دی.
له دې وړاندې د ستمبر په مياشت کې کوټي ښار ته نزدې د نامالومو وسله والو په بريد کې دشيعه هزاره ټولنې سره تعلق لرونکي څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

دجولايۍ په مياشت کې په مستونګ سيمه کې نامالومو وسله والو د هزاره شيعه ټولنې سره تعلق لرونکي څلور تنه په ډزو وژلي وو.

د کړکېچ سره مخ صوبه بلوچستان کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ او هدفي وژنو پېښې دوام لري، ځايي حکومتي او امنيتي چارواکو ادعا کوي چې په صوبه کې يې امنيت قابو کړی خو بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

تېره اوونۍ د صوبې په جهل مګسي ضلع کې د فتح پور په نوم يو زيارت کې شوي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٢٠ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي وو.

د دغه بريد زمه واري داعش قبوله کړې وه.

XS
SM
MD
LG