لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ، پنجاب صوبې ته د خپل ګېس په سر احتجاج کړی


پاکستان کې د ورځې په سر د کارېدونکي ګېس کموت څلور اربه کيوبک فټه دی او د ګېس طلب اته اربه کيوبک فټه ته رسيږي.
پاکستان کې د ورځې په سر د کارېدونکي ګېس کموت څلور اربه کيوبک فټه دی او د ګېس طلب اته اربه کيوبک فټه ته رسيږي.

دسندهـ صوبې حکومت په دې خبره دسخت خفکان څرګندونه کړې چې پنجاب يې ګېس کاروي، او صوبې ويلي دغه مسله سترې محکمې ته هم وړلی شي.

د سندهـ صوبې وزیراعلی مرادعلي شاه دغه خبره د مرکزي حکومت سره راپورته کړې او ویلي يې په دغه لړ کې دې د ائين په ۱۵۸ماده عمل وکړي.

څيړونکي او پوهان وايي پنجاب نه يواځې د سندهـ ګېس کاروي بلکې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ټولې وسيلې هم راکاږي

د پښتونخوا اولسي تحريک مشر سېدعالم محسود وايي پنجاب د خېبرپښتونخوا په اوبو شنه ده او ۷۰ فيصده اوبه يې ترې ځانته راوستي دي.

هغه وويل خېبرپښتونخوا د خپل حساب نه زياته بجلي پېدا کولی شي خو مرکزي حکومت په پنجاب کې د بجلۍ ګرانې منصوبې جوړوي خېبرپښتونخوا ته وده نه ورکوي.

د سېدعالم محسود په وېنا ۱۸م ائيني بدلون کې ويل شوي چې ګېس به اول خپلې صوبې ته پوره کيږي او بيا به نورو ته ورکړی کيږي، خو دغه شان نه کيږي او د دغه بدلون وروستو په پښتونخوا کې بيا د ګېس په کنکشنو ورکولو بندېز لګول شوی ؤ.

نوموړي وايي پکار ده چې د خېبرپښتونخوا واکمن هم راپاڅي او د سندهـ د واکمنو په رنګ د خپلو وسايلو تپوس وکړي.

د ائين ترمخه کوم صوبه چې د قدرتي ګېس سرچينې لري هغې ته به دا وړومبی والی وي چې اول ترې خپل ضرورتونه پوره کړي.

د سندهـ صوبې وزيراعلی ويلي ائين په دغه اړوند واضحه دی خو مرکزي حکومت پرې عمل نه کوي باوجود د دې چې سندهـ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان په دې متفق دي.

مرادعلي شاه ويلي که دغه مسله هواره نکړی شوه نو صوبه به عدالت ته په تلو مجبوره وي، او په وروستۍ ليدنه کې د دغه مسلې د ګټو شريکې شورا يا مشترکه مفادات کونسل ته وړلو خبره هم په ګوته شوې ده.

خو د پنجاب د قانون وزارت ويلي د ګټو شريکې شورا ته د وړلو مخکې دې دغه مسلې ته قانوني کتنه وشي او که هلته هم دغه شخړه نه هواريږي نو د پارليمان شريکه غونډه دې پرې وشي.

د ټريبيون ورځپاڼې ترمخه سندهـ په ملک کې تر ټولو زيات ۶۹فيصده ګېس پېداکوي او خپل لګښت يې يواځې ۴۵فيصده دی. پنجاب څلور فيصده ګېس پېدا کوي او د ټول ملک ۴۳ فيصده ګېس کاروي.

دغه ډول بلوچستان ۱۷ فيصده او خېبرپښتونخوا ۱۰ فيصده ګېس پېدا کوي او په دواړه يواځې ۷ فيصده کاروي.

پاکستان کې د ټولو نه زيات ګېس پنجاب صوبه کاروي او اوس د قدرتي سي اېن جي ګېس سره صنعتونو ته اېل اېن جي ګېس هم ورکوي.

د راپورونو ترمخه پاکستان کې د ورځې په سر د کارېدونکي ګېس کموت څلور اربه کيوبک فټه دی او د ګېس طلب اته اربه کيوبک فټه ته رسيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG