لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سبا په نهه بجې د خېبر نه اسلام اباد ته روانېږو، شاجي ګل


د کال ۲۰۱۵م د نومبر په میاشت کې هم د قبايلي سیمې پارلماني استازو او سياسي ګوندونو د سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو دپاره احتجاجي لاريون کړی ؤ.
د کال ۲۰۱۵م د نومبر په میاشت کې هم د قبايلي سیمې پارلماني استازو او سياسي ګوندونو د سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو دپاره احتجاجي لاريون کړی ؤ.

د خېبرايجنسۍ نه د پارلمان غړی شاجي ګل وايي سبا د(دوشنبې يا ګل په ورځ) په نهه بجې د خېبر ايجنسۍ نه د احتجاج په توګه اسلام اباد روانيږو د دې غوښتنې دپاره چې د فاټا اصلاحات دې زر تر زره عملي شي.

ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل، د قبايلي سيمې د هرې برخې نه به د لسو کالو د عمر نه واخله تر ۶۰ کالو د عمر پورې ټول خلک به اسلام اباد ته په احتجاجي لاريون کې برخه اخلي.

هغه زیاته کړه د قبايلي اولس په احتجاج کې ورته عوامي نيشنل ګوند، د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلی پروېز خټک،جماعت اسلامي، قامي وطن پارټۍ ، پيپلزپارټۍ او جمعيت علمااسلام (س) ډلې د ملاتړ باور ورکړی دی.

شاجي ګل د تېرې مياشتې راهسې په قبايلي سیمو کې د احتجاجي لاریون دپاره کمپاېن پېل کړی او مختلفو علاقو ته هم ورغلی دی.

نوموړي د نهم اکتوبر نېټه ورکړې وه که حکومت د نهم اکتوبر پورې د فاټا اصلاحات عملي نکړه نو دوي به اسلام اباد ته د احتجاج په توګه لاریون وکړي.

شاجي ګل وايي په سمدستي ډول دې د فاټا اصلاحات عملي شي.

دوي وايي د قبايلو دغه درې غوښتنې دې په فوري توګه ومنل شي، يوه دا چې د سپريم کورټ او هايکورټ ساحه تر قبايلي سیمو پورې رسايي وشي، دوېمه د کال ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې دې قبايلي سیمو ته د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې نمائندګي ورکړی شي او درېمه په اېن اېف سي اېوارډ کې دې دوي ته پوره برخه ورکړی شي.

بل لور ته د جنوبي وزيرستان نه د پارلمان استازی او د سرحدي او قبايلي چارو وزيرمملکت غالب خان وزير ویلي، دغه قبايلي مشران چې احتجاج کوي د دې لارې خلک بدګمانه کوي.

هغه ویلي حکومت د فاټا اصلاحاتو پرېکړه کړې ده.

خو شاجي ګل وايي غالب خان به هم دغه خبره کوي او دا يې حق جوړيږي ځکه چې هغه وزير دی او د حکومت استازيتوب کوي خو نوموړی زياتوي دا وړومبی قبايلي وزير دی او دوي ته په دې افسوس دی چې غالب خان اول د قبايلو خبره کړی وی.

ښاغلي ګل وويل دوي د حکومت خبره منلې خو اصلاحات ولې نه عملي کيږي ، نوموړی وايي د فاټا په اصلاحاتو کې يواځينی خنډ مولانافضل الرحمان دی.

شاجي ګل وايي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډول د صوبې د امنيت دپاره هم ډېرمهم دي او اوس ټول په دې خبره پوه شوي هم دي.

د کال ۲۰۱۵م د نومبر په میاشت کې هم د قبايلي سیمې پارلماني استازو او سياسي ګوندونو د سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو دپاره احتجاجي لاريون کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG