لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: "شمالي کوريا سره به يو څيز کار وکړي"


صدر ټرمپ د شنبې په ورځ واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو په مهال
صدر ټرمپ د شنبې په ورځ واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو په مهال

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د شنبې يا خالي په ورځ ویلي شمالي کوريا سره به " يواځينی يو څيز کار وکړي" ځکه چې له دې وړاندې د پيانګ يانګ سره شوو خبرو کومې پايلې نه دي لرلي.

ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي،"د امريکې صدرانو او انتظاميې په تېر ۲۵ کلونو کې شمالي کوريا سره خبرې اترې کړي تړونونه یې کړي او ډېرې پېسې يې ورکړي دي".

خو نوموړي ويلي، "بيا هم مسله نه ده هواره شوې د تړون د ليک د سياهۍ وچېدو پورې د هغې سرغړونه شوې، د امريکې مذاکرات کار بېوقوفه جوړ کړی شوي، ماته افسوس دی خو يو څيز به کار وکړي".

صدر ټرمپ دغه يو څيز په ډاګه کړی نه دی خو د هغه وړانديز دې پله اشاره کوي چې دهغه په خيال کې پوځي عمليات کول دي.

صدر ټرمپ له دې وړاندې په ښکاره ويلي که امریکا او اتحاديانو ته یې د پيانګ يانګ د ايټمي خطرې نه ځان خوندي کولو ضرورت پېښ شو، نو امريکا به شمالي کوريا په "بشپړ ډول تباه کړي".

له دې وړاندې د امريکا د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د ليدنې وروستو صدر ټرمپ خبريالانو ته ویلي ؤ دا د " طوفان نه وړاندې خاموشي ده"، او کله چې د هغه نه د دغه خبرې وضاحت وغوښتی شو نو هغه وويل "تاسو به يې وګورئ".

د سپينې ماڼۍ د وياندې ساره هکابي سېنډرز نه چې کله په دوېمه ورځ د صدر ټرمپ د دغه بيان پوښتنه وشوه نو هغې د ايران او شمالي کوريا حواله ورکړه.

د شنبې په ورځ چې د پېنټاګون نه د صدر ټرمپ د ټويټ په اړه تپوس وشو نو وويل شو چې د دفاع د محکمې کار "صدر ته پوځي تګلاره وړاندې کول او د حکم تعميل کول دي".

ټرمپ د شمالي کوريا سره د خبرو په اړوند تل ناخوښي څرګنده کړې او د دوشنبې په ورځ يې ويلي هغه مذاکرات د وخت ضیاع ګڼي او رد کړي يې وو.

نوموړي دغه خبره له هغې وروستو کړې وه چې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن ويلي ؤ واشنګټن د شمالي کوريا د مشر کم جونګ ان د حکومت سره په تماس کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG