دپاکستان دبلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د مسافرو د یو ویګن اؤ بس جنګیدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
سرچینې وایي دغه پیښه د خالي په ورځ په دشت تیراه میل سیمه کې رامینځته شوې .
دغلته د کوټې نه بولان ته تلونکی یو بس د مستونګ څخه تلونکي ویګن سره جنګیدلی چې دواړو ګاډو کې ناستو مسافرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کوټې د سول هسپتال ویاند وسیم بیګ خبریالانو ته پخلی کړی چې پیښه کې ۱۴ کسان مړه شوي اؤ خواوشا پینځویشت ژوبل دي.
په ژوبلو کسانو کې هم د شپږو تنو حالت مرګونی ښودل شوی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندیښنه ده.
په مړو اؤ ژوبلو کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې د ټرافیکي پیښو کچه لوړه شوې ده اؤ ددغو پیښو عمده علتونه دپاکستان خراب اؤ تنګ سړکونه، زاړه ګاډي اؤ د ټریفک د قوانینو څخه سرغړونه ښودل کیږي