لاس رسیدونکی لینک

دپښتو وتلی فلمساز لاله سردار خان وفات شوی دی


هغه پښتو ته په سوونو تاریخي فلمونه ورکړي دي

د پښتو فلمونو وتلی فلمساز لاله سردار خان د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات اؤ دپيښور په خزانه سیمه کې خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

سردارخان د وخت مشهور فلمونه اوربل، ارمان ، خانه بدوش ، امتحان،امیل اؤ داسې نور په لسګونو تاریخي فلمونه جوړ کړي ؤ چې تر ننه خلکو ته یاد دي.

دلاله سردار خان بنیادي تعلق دپیښور خزانې سیمې سره ؤ اؤ خواوشا نوي کاله عمر یې لرلو.

د تیرې څه مودې راهسې هغه دفلمونو جوړؤلو څخه لاس اخستی ؤ اؤ دهغه پځایې یې زوئ ارشد خان دفلمساز دنده ترسره کوي.

دلاله سردار خان بل زوئ شاهد خان د پښتو فلمونو مشهور هیرو دی چې هغه هم په سوؤنو فلمونه جوړ کړي دي.

د لاله سردار خان جنازه د خالي په ورځ غرمه یوولس بجې په خزانه سیمه کې شوې چې پکې د هنر دنړۍ سره دتړلو فلمي ستورو، فلمسازانو، شاعرانو ترڅنګ د سردار خان په سوونو مینه والو برخه لرله .

دپښتو فلمونو مشهور ستوری امان خان د سردار خان مړینه یوه ستره ځایه ګڼي اؤ وایي دسردار خان پشان د تخلیقي ذهن فلمسازان چرته په پیړیو وروسته پیدا کیږي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي امان ویلي چې سردار خان کوم تاریخي فلمونه جوړ کړي هغه به د پیړو پیړو پورې پښتنو ته یاد وي.

نوموړی وایي دهغه یوه لویه ورکړه فلمي نړۍ ته دا هم ده چې د کراچۍ اؤ لاهور فلمي صنعت یې یو ډګر باندې ودرؤلو اؤ دبدرمنیر، اصف خان ، یاسمین خان ، نعمت سرحدي اؤ پخپله دهغه په څیر ستوري یې فلم کتونکو ته په یو ځایې ورکړل.

امان خان وایي سردار خان لاله به خپلو فلمونو کې زیات زور په ښه قیصه اؤ ښکلې موسیقۍ ورکولو همدغه وجه ده چې نن څلویښت کاله وروستو هم د هغه فلمونه صدا بهار بڼه لري

XS
SM
MD
LG