لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دالقاعده مشر ایمن الظواهري په جهادي ډلو دیووالي غږ کړی


ایمن الظواهري د القاعدې مشري د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته په غاړه اخیستي ده.
ایمن الظواهري د القاعدې مشري د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته په غاړه اخیستي ده.

د القاعدې مشر ایمن الظواهري په خپلو پلویانو غږ کړیدې چې د هغه په قول د "نړیوال شیطاني اتحاد" په ضد متحد شي.

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د چهارشنبې په ورځ یوه ٢٨ دقیقې اوږده ویډیو خپره کړیده چې پکې یې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د خپلو پلویانو نه غوښتي دي چې متحد شي.

هغه وایي چې مونږ د مسلمانانو په تاریخ کې د ترټولو نه د بد وخت سره مخ یو. صلیبي عناصر، کافره روسیه، چین، د خدای منکرین، سیکولرسټان یا د دین او سیاست بیلونکي او بې عقېدې پاچاهانو ، دغو ټولو زمونږ په ضد لاس یو کړیدي.

امریکا غږ د دغې ویډیو د تائیدولو کوښښ وکړ خو تراوسه کومې ازادې منبع دغه نده تائید کړې.

ایمن الظواهري د القاعدې مشري د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته په غاړه اخیستي ده. بن لادن په ٢٠١١ کال کې د امریکا په یو هوایي حملې کې د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې ووژل شو.

د الظواهري په هکله داسې ویل کیږي چې کیدی شي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې چیرته ژوند کوي.

د القاعدې مشر ایمن الظواهري دغه ویډیویي پیغام د یولسم سپټبمر د ١٦ کلیزې نه شاوخوا یوه میاشت وروسته خپور شویدی. د القاعدی ټرورسټي ډله د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د ماتې سره مخ ده په خاص ډول په سوریې کې چې د روسیې په ملاتړ د سوریې حکومت دغه ډله تر ډیره حده کنټرول کړیده.

د سوریې د دفاع وزرات د چارشنبې په ورځ وویل چې په یوې هوایي حملې کې چې د حلب په سیمه کې یې کړیده، د القاعدې سره د تړلې ډلې تحریرالشام مشر ابو محمد گولاني یې سخت زخمي کړیدی او په دی برسیره یې پکې د دغې ډلې ١٢ تنه وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG