لاس رسیدونکی لینک

د سعودي په مشرۍ کې جوړ ایتلاف د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شو


ملګرو ملتونو د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ کې جوړ پوځي ایتلاف د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو د وژلو په دلیل ددې سازمان په تور فهرست کې شامل کړی دی.

رایټرز خبري اداره وایي د حوثي یاغیانو نومونه چې ایران یې ملاتړ کوي، د یمن دولتي ځواکونه، د یمن د دولت پلوي ملیشه ډلې او د عربستان په شبه جزیره کې د القاعده ډله هم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل کړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي له کوششونو سره سره د سعودي عربستان په مشرۍ کې جوړ ایتلاف د حملو په نتیجه کې په یمن کې ۶۸۳ ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د کال ٢٠١٥م په مارچ کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړی وو.

د ملګرو ملتونو رپورټ چې رایټرز ایجنسۍ ته په لاس ورغلی وایي حوثي یاغیان هم په ٢٠١٦ کال کې په یمن کې د ۴١۴ ماشومانو د وژلو او ټپي کولو ذمه وار دي.

دا رپورټ د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرس، له خوا د امینت شورا ته ورکړل شوی دی. په رپورټ کې راغلي چې په ٢٠١٦ کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې پر ښوونځیو او روغتونونو باندې ٣٨ حملې کړې دي.

خو په رپورټ کې دا هم ذکر شوي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په څیر یو شمیر سیالو ډلو په یمن کې داسې اقدامات هم کړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي، خو په جګړه کې نورو ښکیلو ډلو دا ډول اقدام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو رپورټ هغه ډلې چې په تور لیست کې شاملوي د هغوی پر ضد کوم اقدام نه کوي او یواځې د هغوی کړنې "له شرمه ډکې" بولي او له هغوی غواړي چې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د یمن په جګړه کې د ماشومانو په ګډون څه دپاسه ١٠ زره ملکي وګړي وژل شوي دي او دغې جګړې د عربي نړۍ دغه ناداره هیواد د قحطۍ سره مخامخ کړی دی.

مرستندویه ادارو د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف نه غوښتي چې د حوثي شعیه مذهبه یاغیانو پر ضد حملې ودروي چې دوي د خلکو سره لومړنۍ مرستی وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ٢٠١٧ کال د می په پنځمه وویلي وو د یمن د خلکو یو نسل له لوږې سره لاس او ګریوان دی او نړیواله ټولنه باید د هغوی د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنګۍ دفتر ویلي چې د یمن ۱۸.۸ میلیونه ابادي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې په یمن کې شاوخوا ٢.٢ میلیونه ماشومان په خوارځواکي یا د خوراک د کمۍ سره مخ دي. ددې سربیره د یمن ١۴ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمبود سره مخامخ دي.

حوثي یاغیانو په ٢٠١۴ کې د یمن پایتخت د صنعا ښار ونیو او ددې هیواد حکومت یې چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پیژانده وپرزاوه.

د شام د جګړې برعکس د یمن جګړه ګاونډیو هیوداونو ته د یمني مهاجرو د تګ سبب شوې نده په همدې دلیل د یمن شخړه د نړۍ د خبرونو سرلیک نه جوړوي.

د وي او ای اشنا په مننه

XS
SM
MD
LG