لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"په سوشل میډیا د فتوؤ ورکوونکو په ضد به ګامونه اخستل کیږي"


څیړونکي وایي لمړی به ریاست ته د تندلاریتوب په هکله خپله بیانیه بدلول وي
څیړونکي وایي لمړی به ریاست ته د تندلاریتوب په هکله خپله بیانیه بدلول وي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي احسن اقبال ویلي کوم خلک چې په سوشل میډیا مذهبي فتوې جاري کوي اؤ ګډوډی پیدا کوي پر ضد به د انترنیټي جرائمو د قانون لاندې ګامونه اخستل کیږي.

خو څیړونکي وایي ترڅو چې دتندلاریتوب په هکله پاکستان کې ریاستي بیانیه بدله شوي نه وي ترهغې حکومت دتندلارو د شر نه اولس نه شي ژغورلی.

دپاکستان په ائین کې دختم نبوت پسر د راپورته شوؤ بحثونو نه وروستو په سوشل میډیا ګڼو خلکو ددغه هیواد دپخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه د ګوند دوزیرانو په ضد دقتل فتوې ورکړي دي.

د جمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې دکورنیو چارو وزیر وویل “که مونږ داسې دیو بل مرۍ پریکوؤ اؤ دیو بل ګریوانونو کې مو ګوتې اچولي وي نو بیا راته د دښمن هیڅ ضرورت نشته”

هغه وویل په یو اسلامي هیواد کې د جهاد اعلان کول د ریاست حق وي هیڅکله هم څوک دهرې محلې اؤ جومات نه د جهاد اعلان نه شي کولی.

هغه وویل په اسلامي هیواد کې هیچاته دا حق نه وي ترلاسه چې یو دې دبل د وژلو فتوې جاري کړي.

هغه وویل نن چې دهرچا زړه وغواړي په سوشل میډیا دبل تن د وژنې فتوه جاري کوي خو دهیواد په ائین اؤ قانون کې ددې ګنجائش نشته

دکورنیو چارو وزیر زیاته کړه هیڅوک د الله اؤ د رسول دمینې ټیکدار نه دی اؤ څوک چې هم ددغه ټیکدارۍ په اساس فتوې جاري کوي نو دقانوني چلند سره به مخ کیږي.

خو وتلی څیړنګار اؤ‌ مدني فعال ډاکټر خادم حسین بیا وایي چې که حکومت د تندلاریتوب په حقیقي معنو کې مخه نیول غواړي نو بیا به ریاست ته لمړی په دغه هکله خپله بیانیه بدلول وي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ډاکټر خادم حسین ویلي ترڅو چې د تعلیمي مواد نه دکرکې ډک مواد نه وي ویستل شوي، ددیني مدرسو ددننه د کرکژنو زده کړو مخه نه وي نیول شوي ، تعلیمي ادارو کې دتندلاریتوب مخنیوي دپاره ګامونه نه وي اخستل شوي ترهغې دتندلاریتوب د مخنیوي هڅې به د نمائشي بڼې نه زیات ارزښت ونه لري.

هغه وویل “زمونږ د خلکو ذهنونه خو په سکول اؤ مدرسه کې جوړیږي اؤ د سکول اؤ مدرسې نه چې ورته څه ښودل کیږي هغه مفکوره به د سوشل میډیا دلارې مخې ته راځي نو ضروري داده چې لمړی په نصاب اؤ ټولنه کې د تندلاریتوب مخه ونیول شي”

په پآکستان کې تر دې مهاله په لسکونو داقلیتي فرقو اؤ مسلمانان وګړي د مذهب د سپکاوي په تور د عدالتونو نه دباندې وژل شوي شوي اؤ دغه رجحان په چټکتیا سره وده مومي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG