لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره په ګډه عملياتو کولو ته تيار يُو، خواجه اصف


خواجه اصف ويلي چې څه ډول وړانديز کيږي يا ترهګر په ګوته کيږي هغه رنګ ګام به پورته کولی شي.
خواجه اصف ويلي چې څه ډول وړانديز کيږي يا ترهګر په ګوته کيږي هغه رنګ ګام به پورته کولی شي.

د پاکستان د بهرنو چارو مرکزي وزير خواجه اصف ويلي، "درې ورځې وړاندې د پوځ سرلښکر د کابل په سفر کې افغانستان ته وړانديز کړی چې مونږ دواړو سره هيلي کاپټرې دي په ګډه به نېغ د ترهګرو په ضد عمليات کوو".

خواجه اصف ويلي چې څه ډول وړانديز کيږي يا ترهګر په ګوته کيږي هغه رنګ ګام به پورته کولی شي.

خو نوموړي ویلي، "تش تورونه به ورته د قبلولو نه وي، که چرته افغانستان د عملياتو برخه جوړېدل غواړي نو مونږ ورته په ګډه دعملياتو وړانديز کړی چې هاغو ځايونو ته لاړ شو هغه که په چمن کې وي، که په کوټه کې او که په پېښو رکې وي".

خواجه اصف دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په مياشت کې ويلي امريکا به نوره په پاکستان کې د ترهګرو په موجودګۍ غلې پاتې نشي.

افغان او امريکايي چارواکي وايي پاکستان کې حقاني شبکه د طالبانو د پېښور او کوټې شوراګانې موجودې دي.

خواجه اصف چې د امريکا په سفر دی په واشنګټن کې يې د پاکستان په سفارتخانه کې خبريالانو ته ويلي، پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې کاميابۍ ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير ويلي،

" ترڅو پورې چې په افغان طالبانو زمونږ د اثر خبره ده، نو زمونږ ترمنځ بداعتمادي ده او ښايي په سيمه کې زمونږ نه سېوا نور ملکونه په هغو ډېر اثر لري، مونږ بيا هم په دې لړ کې په ۱۶م اکتوبر مسقط کې خبرې پېل کوو، څلور هېواديزه خبرې به کیږي، اوس هم هيله شته خو ضرورت دې ته دی چې درې څلور ورځې وړاندې د کابل او اسلام اباد کومې دوه اړخيزه رابطې جوړې شوي امریکا د دې عمل ملاتړ وکړي".

د خواجه اصف په خبره دا وخت په سيمه کې د پاکستان نه زيات اثر د ماسکو او نورو ملکونو دی.

هغه ويلي، "زه ګڼمه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې په ځای شوي او په دې کې مونږ امريکا ته د سهولت کار په توګه اړتيا لرو".

هغه زياته کړې د مري د خبرو په وخت د ملاعمر د مړينې خبر طالبانو سره د خبرو عمل شنډ کړی ؤ که دغسې نه وی شوی نن به حالات بدل ؤ.

د ۲۰۱۵م کال د جولايۍ په میاشت کې د افغان حکومت او د طالب استازو ترمنځ تر ټولو وړمبی نیغ په نیغه د مذاکراتو نشست د پاکستان په مري ښار کې د پاکستان په منځګړیتوب شوی ؤ، خو د ملاعمر د مړينې د خبر راتلو سره د خبرو عمل ختم شو.

خواجه اصف په خپلو خبرو کې ویلي، پاکستان د پخوا په ضد، په تېرو درېو څلورو کالونو کې يې د ترهګرۍ په ضد بې طرفه عمليات کړي او په دې لړ کې په پاکستان ترهګرو ته د خوندي ځالو ورکولو تور سم نه دی.

هغه دا هم ويلي چې په کور دننه حالاتو سمولو په خبره په نېشنل اېکشن پلان کې سياسي او پوځي مشرتابه موافق دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG