لاس رسیدونکی لینک

د بلوچستان په ځانمرگري حمله کې د وژل شوو کسانو شمیره ٢٠ ؤ ته رسیدلي


پېښه کې ژوبل کسان د جهل مګسي روغتون ته وړل شوي دي.

د بلوچستان صوبې په جهل مګسي ضلع کې د فتح پور په نوم يو زيارت کې شوي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٢٠ تنه وژل شوي او گڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

بلوچستان کې دغه چاؤدنه په داسې کال کې شوې چې د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور لږه شېبه وړاندې ادعا کړې پاکستان کې ترهګرۍ ته ماتې ورکړی شوې او په ملک کې هیڅ یو ترهګر تنظم په منظم ډول موجودګي نه لري.

د بلوچستان د کورنو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي، ځانمرګی زيارت ته وردننه کېدو د خو په دروازه د پوليس د ودرولو سره هغه ځان ته چاؤدنه ورکړه.

راپورونه وايي د چاؤدنې په وخت په زيارت کې په ګڼ شمېر کې خلک موجود وو او د پنجشنبې په ماښام بيا د نورو ورځو نه ګڼه نوره ډېره وي.

ځينې راپورونه وايي د چاؤدنې په وخت په زيارت کې دمال روان ؤ او ځينې وايي هلته مجلس روان ؤ.

سرفرازبګټي ویلي په عامو ورځو کې په زيارت پوليس کم وي خو د پنجشنبې په ورځ پرې زيات پوليس په ځای کولی شي.

پېښه کې ژوبل کسان د جهل مګسي روغتون ته وړل شوي دي.

داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستي ده.

د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د سندهـ صوبې په سېهون سيمه کې د لعل شهباز په زيارت ځانمرګي بريد کې د ۸۰ نه زيات کسان وژل شوي وو.

د لعل شهباز په زيارت د برید زمه واري داعش قبوله کړې وه.

XS
SM
MD
LG