لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان اړيکو کې دا ځلې پرمختګ ښکاري: څيړونکي


جنرال باجوه د روانې اوونۍ په سر کې د کابل سفر کړی افغان صدر اشرف غني سره يې خبرې اترې شوې وې.
جنرال باجوه د روانې اوونۍ په سر کې د کابل سفر کړی افغان صدر اشرف غني سره يې خبرې اترې شوې وې.

څيړونکي وايي که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ وړاندې کومې خبرې عملي شوي نه دي خو دې ځل له د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د کابل د سفر وروستو ځينې مثبت بدلونونه مخې ته راتلی شي.

څيړونکي وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو کې پرمختګ به د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په اړوند د سخت بيان نتيجه وي.

جنرال باجوه د روانې اوونۍ په سر کې د کابل سفر کړی افغان صدر اشرف غني سره يې خبرې اترې شوې وې.

څيړونکی اسماعيل خان وايي، د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د پرمختګ په اړوندد امريکا د دفاع وزير جېم مېټس بيان ډېر مهم دی،

او" هغه (مېټس) ويلي دي چې د جنرال باوجوه د کابل د سفر په ناستو او ليدنو کې امريکايان هم ناست ؤ او هغوي ويلي دي چې په دې کې ډېر پرمختګ شوی دی يو نوی امېد پېدا شوی دی او نوی باب پرانستل کيږي د پاکستان او افغانستان د اړيکو په سلسله کې".

نوموړی اسماعيل خان وايي هغه "هم ګڼي چې څه خبره خو مخکې تلې ده، ځکه چې دلته د کورکمانډرانو په غونډه کې به هم په هغې څه خبرې شوي وي.

هغه زیاته کړه دا پرمختګ د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د اګست د میاشتې د بيان نتيجه ده.

د چهارشنبې په ورځ افغان صدر اشرف غني په صدارتي ماڼۍ کې د سياسي ډلو اوپخوانو جهادي مشرانو سره ليدلي او د جنرال باجوه سره شوې خبرې يې د هغو سره شريکې کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د جنرال باجوه په مشرۍ هم پوځي مرکز (جي اېچ کيو) راولپنډۍ کې د کورکمانډرانو غونډه شوې وه.

صدر ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپلې اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې او ويلي يې ؤ چې نور به پاکستان کې د ترهګرو په موجودګۍ غلی پاتې نشي.

خبريال او څيړونکی حسن خان هم وايي داسې ښکاري چې دې ځل له مثبت بدلون وليدل شي.

" زما په خيال پاکستان کې د افغانستان دپاره پوره بدلون راغلی دی" او يوه ويره د امريکې د صدر بيان دی هغې پکې تېزي راوستله.

حسن وايي هغه وايي څو نورې خبرې دي چې د دې پرمختګ سبب به وګرځي.

"یو دا چې پاکستان کې دننه هم د تېرو څو کلونو نه د ترهګرۍ په اړوند بيانيه بدلېدل، په وروستيو کې د امريکې د صدر ډونلډټرمپ د افغانستان په اړه تګلاره کې د پاکستان په اړوند سخته رويه او بيا د چين ـ پاکستان راهداري او د چين د پاکستان په کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ اثر".

د ارګ د بيان ترمخه د صدر اشرف غني د مشرانو سره د ناستې برخه والو هم کابل ته د پاکستان د پوځ د سرلښکر د سفر هرکلی کړی او له پاکستان سره د مذاکراتو پیل یې مهم بللی دی.

په عېن حال کې چې د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف د امريکا په سفر دی د امريکايي چارواکو د پاکستان په اړوند سخت بيانونه دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG