لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپ دې د افغان کډوالو بيرته لېږل ودروي، اېمنسټي انټرنېشنل


د افغان کډوالو کورنۍ پېښور کې بيرته د ستنېدو په تيارۍ کې ناستې دي.
د افغان کډوالو کورنۍ پېښور کې بيرته د ستنېدو په تيارۍ کې ناستې دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د پنشنبې په ورځ په يورپي ملکونو غږ کړی چې د هغو افغانانو بيرته د لېږلو لړۍ دې ودروی څوک چې د پناه اخستو جوګه نه وي ځکه د دوي خپل هېواد ډېر غېرمحفوظ دی او د دوي هلته لېږل ډېر خطرناک دي.

سازمان دغه غږ په داسې حال کې کړی چې په وروستيو کلونو کې افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي او طالبانو د ملک په بېلابيلو برخو کې ځينې علاقې نيولي او په کابل کې ځانمرګي بريدونه هم شوي دي.

د بشري حقونو ادارې په راپور کې ویلي، "ايمنسټي انټرنېشنل په يورپي هېوادونو غږ کړی چې کډوالو ته دې د بيرته ستندېدو په اړوند ترهغه وخته مهلت ورکړي چې څو پورې دوي هلته ځان خوندي او په عزت سره نه ويني".

راپور ويلي د يورپ نه په زور او په خپله خوښه د ويستونکو افغان کډوالو شمېره يو په درې سېوا شوې ده او د کال ۲۰۱۵ او ۱۶ترمنځ کې د ۳۲۹۰ نه دا شمېره ۹۴۶۰ ته رسېدلې ده.

د ادارې د کډوالو څيړونکې اناشيا ویلي، "د دغو خلکو د بيرته لېږلو شمېره سېوا کولو سره يورپي حکومتونه بېکاره او غېرقانونه پاليسي عملي کوي".

هغې ويلي يورپي حکومتونو په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې زياتوالي باندې سترګې پټې کړي دي.

يورپ کې پناه اخستونکو کې د ټولو نه سېوا افغانان وي، او د يورپي يونين ترمخه د جون د میاشتې پورې په کال پوره کېدو کې يواځې يولاک ۸ زره ۴۵۵ پناه غوښتونکي رجسټرډ شوي وو، په دوي پسې په دوېم نمبر د شام خلک دي.

خو په روان او تېر کال کې دغه شمېره ۲۴ فيصده او د هغې نه بيا ۸۳ فيصدو ته راټيټه شوې ده.

په يورپي هېوادونو د خپلو خلکو فشار دی چې د منځني ختيځ، افريقې او سوي امنځنۍ اسيا نه راتلونکې په سلګونو زرګونو خلک دې بيرته وشړل شي.

راپور وايي په افغانستان کې امنيتي وضع ښه نه ده او د يورپ د افغانستان په اړه پاليسي لانجمنه ده.

د ملګرو ملتونو ترمخه د روان کال د نميايۍ پورې په افغانستان کې ۱۶۶۲ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۸۱ ژوبل شوي دي او په دې کې نزدې ۲۰فيصده مرګ ژوبلې يواځې په کابل کې رامنځته شوي دي.

راپور ويلي افغانستان ډېر غېر محفوظ دی او په وروستيو کلونو کې پکې تشدد زيات شوی دی خو يورپي هېوادونه افغانان بيرته ستنوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG