لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د څلویښتو هیوادونو غونډه پیل شوې


د مالیې وزارت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دغې غونډې مشري کوي
د مالیې وزارت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دغې غونډې مشري کوي

د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) غونډه، چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۴) په کابل کې پیل شوې په کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ژمنو په اړه افغان حکومت او نړیواله ټولنه یو بل ته حساب ورکوي.

دغه غونډه چې دوه ورځې دوام کوي، په کې د ګډون لپاره د څلویښتو هیوادونو لوړپوړي استازي کابل ته راغلي دي.

د مالیې وزارت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دغې غونډې مشري کوي.

د افغانستان د مالیې وزارت د عامه اړیکو رئيس او ویاند اجمل حمید‌ عبدالرحیمزي امریکا غږ اشنا ته وویل، د غونډې په لومړۍ ورځ به افغان حکومت د ښځو د پیاوړتیا، د افغانستان اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د لومړیتوبونو پلي کولو کې د شویو پرمختګونو او تر ۲۰۲۰ کال پوري د افغانستان په مخکې پرتو خنډونو په اړه نړیوالې ټولنې ته معلومات ورکوي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي پر وینا، د غونډې په دویمه ورځ به د حکومتولۍ په تړاو، په دولتي بنسټونو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه، د زېربناوو پراختیا او لاسته راوړنو پر سر بحث او خبرې وشي.

هغه وویل "دا د بروکسل له کنفرانس ورسته هغه ژمنې چې موږ له نړیوالې ټولنې سره کړې وې، د هغو ژمنو د پرمختګ، اجرا او راتلونکو پلانونو په اړه بحث کیږي، په دې برخه کې د افغانستان حکومت بشپړ چمتوالی لري او بالمقابل نړیواله ټولنه هم په دې ناسته کې په لوړه کچه ګډون کوي".

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه، افغان حکومت به په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره د فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي هم شریکه کړي.

افغان حکومت هیله لري، چې له دغې غونډې څخه مثبتې پایلې ترلاسه کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت چارواکو، د (سام) غونډه له افغانستان سره د امریکا د ژمنو د تازه کولو یو ښه فُرصت بللی دی.

د امریکا له سفارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې امریکا به په دې غونډه کې د افغانستان تر بشپړې بریا او په ځانګړې توګه له اداري فساد سره د افغان حکومت د مبارزې او شفافیت راوستلو له هڅو څخه، د ملاتړ نوې ژمنې وکړي.

په دې غونډه کې د افغان حکومت او د مرستندویو هیوادونو د چارواکو سربیره، د نړیوالو ملاتړو ادارو استازي، د ملګرو ملتونو غیر دولتي بنسټونو او د دولتي خپلواکو بنسټونو رئیسان، د افغانستان د ملي شورا، مدني ټولنې او د خصوصي سکټور غړي هم ګډون کوي.

دا په کابل کې د (سام) دریمه غونډه ده چې جوړیږي. د دغې غونډې لپاره نن په کابل کې رخصتي ده او د امنیت د خوندیتوب لپاره یې کلک تدابیر نیول شوي دي.

(دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG