لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره به يو ځل بيا د خبرې کولو هڅه کوو، جېم مېټس


ښاغلي مېټس په وروستيو کې د هند او افغانستان سفرونه هم کړي دي.
ښاغلي مېټس په وروستيو کې د هند او افغانستان سفرونه هم کړي دي.

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس ويلي د صدر ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند نوې تګلارې ترمخه به د کوم ګامو پورته کولو وړاندې د پاکستان سره يو ځل بيا خبره کولی شي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان په او سويلي اسيا په اړه اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې او "خبرداری یې ورکړی ؤ چې امريکا به نوره پاکستان کې د ترهګرو په پټو ځالو غلې پاتې نشي".

د سه شنبې په ورځ د امريکې د اېوان د استازو د وسله والو خدمتونو کمېټۍ په يوه اورېدنه کې د دفاع وزیر ويلي، د نوې تګ لارې عملي کولو دپاره به "مونږ يو ځل بیا د پاکستان سره په ګډه کار کوو".

ولې هغه دا هم په ډاګه کړې که چرته "زمونږ انتهايي هڅې ناکامه شوې نو بيا صدر ټرمپ ټولو اړينو ګامونو اخستو ته تیار دی".

نوموړي ويلي هغه به ډېر زر د اسلام اباد سفر وکړي خو په دغه اړوند يې نور جزيات نه دي ویلي.

ښاغلي مېټس په وروستيو کې د هند او افغانستان سفرونه هم کړي دي.

د کمېټۍ په غونډه کې په دې پوښتنه چې د پاکستان د غېر نېټو اتحادي حېثيت هم په پورته کېدونکو ګامونو کې شامل ده، جېم مېټس په ځواب کې ويلي،" زما په يقين دا خبره هم پکې شامله ده".

په دغه ناسته کې د امريکې د ګډو ځواکونو د کمېټۍ مشر جنرل جوزف ډنفورډ ويلي، "دا ښکاره خبره ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د ترهګرو ډلو سره اړیکې دي".

افغانستان هم د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې د افغان طالبانو حقاني شبکې ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې او د هلته نه په کابل کې ترهګري کوي. خو اسلام اباد د کابل دغه تورونه ردوي.

د امریکې د دفاع وزير دا تازه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف د امریکې په درې ورځنۍ دوره دی.

خواجه اصف به د خپل امريکايي سيال رېکس ټېلرسن سره ويني او د صدر ټرمپ د نوې پاليسۍ په تناظر کې به ورسره خبرې اترې کوي.

د صدر ټرمپ د اګست د مياشتې د بیان دوه ورځې وروستو خارجه وزير ټېلرسن هم "خبرداری ورکړی که پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلې ځالې ختمې نکړې نو امريکا يې په ضد په ګام پورته کولو غور کولی شي".

هغه ويلي ؤ "که پاکستان افغان تندلارو ته د خوندي ځای ورکولو عمل دوامداره وساتو، نو امريکا يې امداد بندولی او د نان ـ نېټو دحيثيت بيرته اخستو ترڅنګ يې په نورو اقداماتو غور کولی شي".

پاکستان بيا بيا دغه خبره تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې طرفه علميات کړي او خپله خاوره د بل چا په ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG