لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر: ټرېفکې پېښه کې د سکول دوه ماشومانې مړې شوي، ۱۳ ژوبل


ګاډی د ډرائيور د تېز رفتارۍ او بې غورۍ له کبله په ټکر شوی او يو دوکان ته دننه ورتېر کړی شوی دی.
ګاډی د ډرائيور د تېز رفتارۍ او بې غورۍ له کبله په ټکر شوی او يو دوکان ته دننه ورتېر کړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا بونير ضلع کې د سکول د ماشومانو جينکو يو ګاډي ټکر کېدو پېښه کې دوه ماشومانې مړې شوي او ۱۳ نورې ژوبل شوي دي.

د بونېر ضلعې مرستيال کمشنر ظريف المعاني ډیوه ريډیو سره خبرو کې وويل، د سکول د ماشومانو جينکو ګاډی (هايي اېس وېن) د شلبانډۍ کلي نه سواړۍ ته سکول ته روان ؤ او په لار کې ټانګو نومې چوک کې د دوکان سره په ټکر شوی دی.

نوموړي وويل پېښه کې دوه ماشومانې جينکۍ مړې شوي او ۱۳ ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه په ژوبلو کې دوه پېښور ته لېږل شوي چې پکې د يوې حالت خطرناک ؤ.

مرستيال کمشنر وويل ګاډی د ډرائيور د تېز رفتارۍ او بې غورۍ له کبله په ټکر شوی او يو دوکان ته دننه ورتېر کړی شوی دی.

د نوموړي په وېنا ډرائيور د ګاډي نه ټوپ وهلی او تښتېدلی دی، زر به ونيول شي.

پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټرېفکي پېښې رامنځته کيږی اود سکولونو د ماشومانو ګاډي پکې هم د پېښو ښکار کیږي او مرګ ژوبلې پکې اوړي.

پاکستان کې زیاتره ټريفکې پېښې د خرابو سړکونو، د ډرائیورانو د بې غورۍ او په ګاډو کې د حساب نه زیات وزن بار کولو له امله رامنځته کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG