لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف نه وروسته عمران خان ته محکمه سزا ورکوي ؟


دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان د نااهله ګرځولو د دوسیې اوریدنې په مهال د سترې محکمې درې کسیزه څانګې ویلي دا به کتل وي چې لندن کې دخپلو فلیټونو اخستو دپاره عمران خان پیسې د کوم ځایې نه ترلاسه کړې وې.

دسترې محکمې درې کسیزه څانګې دمشرقاضي ثاقب نثار په مشرۍ کې د سه شنبې په ورځ ددغه دوسیې اوریدنه کړې ده.

دعمران خان د نااهله ګرځولو دپاره دغه خواست د واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) یو تن مشر حنیف عباسي سترې محکمې ته کړی دی.

دښاغلي عباسي وکیل ښاغلي اکرم شیخ محکمې ته ویلي چې عمران خان دخپل جائیداد په هکله کوم ثبوتونه محکمې ته ورکړي هغه اصل نه دي.

اکرم شیخ د اسلام اباد سره پیوست بني ګاله کې د ۷۹زره برتانوي پونډو په لګښت دعمران خان په جوړ شوي کور هم پوښتنې راولاړې کړې دي.

بني ګاله کې دعمران خان دکور په اړه د اکرم شیخ دپوښتنو ځواب کې دسترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار پوښتلي چې که د عمران خان د جائیداد په هکله دهغه لخوا محکمې ته ورکړل شوي ثبوتونه ناسم دي نو محکمه څه کولی شي؟

مشر قاضي دحنیف عباسي وکیل ته ویل ایا محکمه دا واک لري چې اصل کاغذونه یا ثبوتونه راوغواړي؟

ددغه دوسیې نوره اوریدنه د روانې میاشتي ۱۱مې نیټې پورې ځنډول شوې ده.

دپاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پرله پسې پخپلو جلسو اؤ د ټي وي پروګرامونو کې دا دعوې کوي چې پخواني وزیراعظم دناجائزه لارو پیسې ګټلي دي.

هم دعمران خان اؤ دهغه دنورو ائتلافیانو په خواست محکمې هاغه دخپلو شتمنیو په هکله د رښتیا نه ویلو په جرم د وزیراعظمۍ د منصب نه لرې کړی دی .

خو اوس چې په عمران خان پخپله همدغسې مقدمې جوړې دي نو په دې کې پخپله عمران خان ته ځان روڼول سره مهم دي؟

په دغه هکله قانون پوهه ښاغلی قاضي انور وایي څنګه چې محکمې دنوازشریف په هکله دا پیمانه جوړه کړې وه چې نوازشریف باندې کوم تورونه دي هغه دې پخپله هاغو تورونو نه ځان صفا کړي اوس محکمه باید هم دغه پیمانه عمران خان دپاره هم پکار راولي.

هغه وایي هرکله چې خبره د احتساب کیږي نو د احتساب معیار هم بیا یو پکار دی، که هغه د نوازشریف دپاره وي اؤ که دعمران خان اؤ‌سراج الحق دپاره.

ډیوه راډیو سره خبرو کې نوموړي زیاته کړې چې تر دې وړاندې به چې به چا په یو تن تور لګولو نو محکمې به هاغه تن خپل تور هم ثابتولو خو دنوازشریف کیس کې محکمې تورن تن دپاره دځان روڼول لازم ګرځولي نو اوس به عمران ته هم ځان روڼول وي.

په عمران خان نه یوازې مخالفو سیاسي ګوندونو بلکې دخپل ګوند غړو هم دغبن تورونه لګولي دي

اکبر ایس بابر چې دعمران خان دګوند بنسټ ایښودونکو څخه یو دی هم په عمران خان کال ۲۰۱۴م کې عمران خان باندې بهر نه دپنګو ترلاسه کولو تورونه لګولي.

اکبرایس بابر ډیوه راډیو ته ویلي عمران خان ته دبهر نه دګوند چلولو دپاره په غیرقانوني ډول پیسې راځي .

هغه وویل چې تر دې مهاله عمران خان ته د امریکا ، اروپا اؤ مینځني ختیز نه په میلینونو ډالر دعمران خان دګوند دمشرانو شخصي اکاوننټونو ته په غیرقانوني ډول راغلي دي.

هغه وایي چې د پاکستان دټولټاکنو ته یې هم ددغو ناجائزه پیسو په هکله ثبوتونه ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG