لاس رسیدونکی لینک

اسيه بي بي د يورپي سخاروف اېوارډ دپاره نومول شوې


پورپي پارلمان دغه ايوارډ دروس دطبيعياتو دماهر اندرى سخاروف په ياد کې د١٩٨٨ راهسې ورکوي.

د يورپ د پارلمان قانون جوړؤنکو د ازادۍ د اظهار په لړ کې د سخاروف اېوارډ دپاره نومونه جمع کړي او په دغو نومول شوؤ کسانو کې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په جرم کې د مزګ سزاوارې عيسايي ښځې اسيه بي بي نوم هم شامل دی.

پورپي پارلمان دغه ايوارډ دروس دطبيعياتو دماهر اندرى سخاروف په ياد کې د١٩٨٨ راهسې ورکوي.

سخاروف اېوارډ په کال ۲۰۱۳م کې نوبېل جايزه ګتونکې د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ ته ورکړی شوی ؤ.

سږ کال د اسيه بي بي سره د شپږو کسانو نومونه د سخاروف اېوارډ دپاره نومول شوي دي.

عيسايي اسيه بي بي ته په کال ۲۰۱۰م کې د پاکستان يو عدالت د مذهب د سپکاوي په جرم کې د مرګ سزا اورولې وه.

هغې د خپلې سزا په ضد ستره محکمه کې خواست کړی خو د دغه خواست اورېدنه تر نامالومه وخته پورې ځنډول شوې ده.

په اسيه بي بي باندې په کال ۲۰۰۹ م کې د پنجاب په شېخوپوره ضلع کې د مسلمانانو ښځوسره په بحث کې د اسلام او پېغبراسلام ص په ضد د سپکې وېنا تور لګول شوی ؤ، او بيا په دغه تور کې هغې ته عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

د پينځه بچو مور اسيه بي بي دغه تورونه رد کړي وو.

د اسيه بي بي سره وروستو د پنجاب صوبې پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثير په جېل کې ليدلي او بيا يې په يو بيان کې د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلون وړانديز کړی چې د دې قانون غلط کارېدل ودرول شي.

په سلمان تاثير باندې په دغه بيان سختې نيوکې شوې او هغه بيا د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ په مياشت کې د هغه ساتونکي ممتازقادري په اسلام اباد کې په ډزو وژلی ؤ.

ممتازقادري ته بیا عدالت د مرګ سزا اورولې او تېزندي کړی شوی ؤ.

د يورپي پارلمان د بهرنو امورو کميټې به په لسم اکتوبر غونډه کوي او د سخاروف دپاره نومول شوؤ شپږو تنو کې به د درېو انتخاب کوي او بيا به په درېو کې د يو ګتونکي فېصله کيږي.

د اېوارډ د اعلان دپاره د اکتوبر ۲۶ نېټه ټاکل شوې ده او د انعام د ورکړې دستوره بيا د دسمبر په مياشت کې کيږي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون په اړه ويل کيږي چې دا خلک په شخصي تاؤ تريخوالي يا دښمنو کې کاروي، خو په ښکاره د دغه قانون په اړوند ډېر خلک د بحث کولو نه ډډه کوي.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې دپاکستان د حکومت څخه دمذهب دسپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هیواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

د پاکستان د نظریاتي کونسل مشران هم وايي چې د اسلام د سپکاوي په قانون کې څه قسمه بدلون نه شي کېدلی.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي دجرم سزا مرګ دی، او په دغه تور کې ګڼ شمېر مسلمانانو او نورو مذهبونو والو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

XS
SM
MD
LG