لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف:امرانو سره دائین په ماتولو د وفادارۍ لوړې کیږي


دهغه تازه وینا کې ټول ټکونه د اشارو ژبه کې په پوځ شوي دي

په پاناما قضیه کې داقتدار نه لرې کړل شوي دپاکستان پخواني وزیراعظم میانوازشریف دپاکستان طاقتور فوځ ته په اشارې کولو سره ویلي چې دحکمرانۍ سپارلو حق یوازې اولس ته دی اؤ په دغه حق کې دې دخیانت لړۍ ودرؤل شي.

دخپل ګوند د سردوباره مشرۍ ترلاسه کولو وروسته دګوند مرکزي شورا ته خپله وینا کې ښاغلي شریف ویلي دي چې په پاکستان کې( پوځي) امرانو بیا بیا ائین مات کړی،

“دلته د اولس ټاکل شوی وزیراعظم په دار خیژول شوی ، نور وزیراعظمان د اقتدار نه لرې کړل شوي اؤ وژل شوي خو د امرانو دغو ائین ماتوونکو ګامونو ته ناجائزه نه دي ویل شوي بلکې امرانو سره د وفادارۍ لوړې شوي دي”

پخپله دغه تازه وینا کې نوازشریف ډیر زور د هاغو تاریخي واقعاتو په بیانولو ورکړو چې دپاکستان پوځ پکې په څه ناڅه حواله ککړ پاتې شوی اؤ هیواد اؤ جمهوریت ته یې زیان رسولی.

هرڅو که په نوازشریف د هغه سیاسي مخالفین ټکونه کوي چې هغه پخپله هم د امریت په غیږ کې رالویې شوی اؤ دپخواني پوځي امر جنرال ضیاءالحق دپوځي حکمرانۍ پخپله یوه برخه پاتې شوې خو نوازشریف پخپله وینا کې دڅلورو پوځي امرانو د اقداماتو غندنه کوله چې پکې ضیاء الحق هم شامل دی.

نوازشریف وویل هاغه علتونه هرچاته معلوم دي چې تیرو وختونو کې یې هیواد دوه ټوټې کړو خو دافسوس خبره ده چې دډهاکې دسقوط نه وروستو هم مونږ دتاریخ نه هیڅ سبق وانه خستو .

هغه زیاته کړه چې بیا بیا داقتدار نه وویستل شو خو اولس ورته پرله پسې د حکمرانۍ موقعې ورکړې اؤ که اوس هم د حالاتو د ښه کولو هڅه ونکړل شوه دا به دهیواد سره ستره جفا وي.

دپاکستان سترې محکمې نوازشریف د روان کال په ۲۸م جولایي دپاکستان سترې محکمې دهیواد نه بهر دپیسو اؤ جائیدادونو د منبعې نه ښودلو په جرم نااهله ګرځولی اؤ داقتدار د کرسۍ څخه لرې کړی ؤ.

وروسته دپاکستان د ټولټاکنو د قانون له مخې هغه د خپل ګوند دمشرۍ څخه هم لاسونه وینځلي وؤ خو تیره ورځ دپاکستان پارلیمان دټولټاکنو قانون کې دبدلون مسوده منظور کړه اؤ د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا هغه دخپل ګوند مشر وټاکل شو

XS
SM
MD
LG