لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې په میرویس خان نیکه فلم جوړیږي


میرویس خان

په افغانستان کې د فلم جوړونې یو شرکت غواړي چې د دغه هېواد په یو پخواني ملي اتل میرویس خان هوتک باندې مستند فلم جوړ کړي.

میرویس خان هوتک چې پښتانه یې دازادۍ دجنګ خپل یو ستر اتل بولي په کال ۱۶۷۳م کې د افغانستان په هرات ولایت کې زیږیدلی اؤ په کال ۱۷۱۵م کې په قندهار کې وفات شوی ؤ.

د فلم جوړونکي شرکت شوب وايي چې ټول فلم به په افغانستان کې ثبتیږي او لوبغاړي به یې هم افغانان وي.

د فلم ډاریکټر حسن امین شوب امریکا غږ ته وویل چې د علومو اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ د تاریخي پيښو په څيړنه او تایید کې مرسته کوي، کیسه په خپله فلم جوړوونکي لیکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تاید وروسته به عملي شي.

ښاغلي شوب وویل په فلم باندې څه باندې ۶۰۰زره ډالره لګښت راځي چې دا مهال یې شاوخوا ۴۰فیصده برابره شوې ده.

د شوب فلم پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن کمپني وايي "موږ غواړو د ژور خیال او په سینمايي نړۍ کې د شته شونتیاو په مټ افغانستان د یو با ارزښته جغرافیايي نقطې او د ژور تاریخي شالید لرونکي هیواد په توګه نړیوالو ته وروپيژنو. "

د پښتنو په لرغوني تاریخ کې د سیاست، ادب، فرهنګ، لوبو غرض په هره څانګه کې داسې وتلي اتلان شته چې په کارنامو یې نورو قامونو کتابونه لیکلي خو دنوي کول پښتانه دخپلو دغو اتلانو دتاریخ څخه زیاتره بې خبره پاتې دي.

دمیرویس خان هوتک په ژوند افغانستان کې دفلم جوړولو دغه تابیا په داسې حال کې شوې چې دافغانستان دننه اوږدو جنګونو فلمي صنعت ته سخت زیانونه اړولي .

دا مهال د افغانستان زیاتره سینیماګانې ختمې شوي اؤ د ننګرهار په شمول یو شمیر ولایتونو کې خلک فلمونه په خیمو کې ګوري

(ددې خبر منبع امریکا غږ اشنا راډیو ده)

XS
SM
MD
LG