لاس رسیدونکی لینک

پولیس د لاس وېګاس بريد په شا موخه لټوي


فاسلو ويلي چارواکي ګڼي چې پېډک يواځې ؤ او لاس وېګاس ته داسې کوم ښکاره ګواښ نه ؤ.

پولیسو ويلي د امريکې لويديځ نېواډا رياست د هوټل د هغې کمرې نه يې ۲۳ ټوپکې تماچې ترلاسه کړي د چرته نه چې يواځيني وسله وال د امريکا د نوي تاريخ تر ټولو زياتې وژنې کړي دي. چارواکو ويلي د وسله وال د يو بل کور نه ۱۹ ټوپکې ترلاسه شوي او بل لټوي.

پولیسو ویلي دغه تن چې ډزې يې کړي ۶۴ کلن سټېفن پېډک دی او د نېواډا مسکېټي اوسېدونکی دی، د ګل يا دوشنبې په ورځ هغه په ډزو کې ۵۹ تنه وژلي او ۵۲۷ ژوبل کړي وو.

دا لا نه ده واضحه چې وسله وال د مېډلی بی او کسينو په ۲۳ منز ل څنګه ؤ او هغه ۲۲زرو خلکو په ګڼه ډزې کړي دي.

د کلارک کاؤنټي مرستيال شېرف ټوډو فاسلو خبریالانو ته ويلي، "مونږ په دې لټه کې يُو هر څه ګورو چې پس منظر مالوم کړو".

فاسلو ويلي چارواکي ګڼي چې پېډک يواځې ؤ او لاس وېګاس ته داسې کوم ښکاره ګواښ نه ؤ.

د پېډک ورور اېرک ویلي د دوي انګېرنه د پوليسو په څېر ده او کورنۍ يې په ويره کې ده.

هغه ویلي ورور يې صحتمند او کوم سياسي او مذهبي تړاؤ يې نه لرلو، نه د هغه تړاؤ د سپينو پوستو ځان بر ګڼلو والا سره او نه د کومې ذهني ناروغۍ ښکار پاتې شوی ؤ.

اېرک ويلي پلار يې د بېنک په غلا کې يو وخت اېف بي ايي ته انتهايي مطلوب ؤ، اېف بي ايي هغه ته نفسياتي او خطرناک ويلي ؤ. خو د ورور يې د پلار سره هيڅ تعلق نه ؤ.

داعش د بريد زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي وسله وال يې يو جنګيالی ؤ او هغه څو مياشتې مخکې يې اسلام قبول کړی ؤ.

اېف بي ايي ويلي د پېډک د کوم نړيوال تنظيم سره د اړيکو شواهد نه دي ترلاسه شوي.

صدر ډونلډ ټرمپ د لاس وېګاس د اغېزمنو په ياد کې په سپينه ماڼۍ کې د واشنګټن يادګار پله مخ کړی اود يوې شېبې دپاره يې خاموشي کړې.

نوموړي په ملک کې د قامي بېرغ نيمکښو کولو امر کړی او ويلي يې دي د چهارشنبې په ورځ به لاس وېګاس ته د بريد اغېزمنو سره ليدو له ځي.

صدر دغو ډزو ته "خالص بدعمل" ويلي دي.

قام ته په وېنا کې صدر د لاس ويګاس د پولیس مننه کړې چې برید ته يې سمدست غبرګون ښودلی دی.

هغه د پېښې د اغېزمنو او کورنو دپاره دعا غوښتې او ويلي يې دي د غم په دې حال کې امريکا ټوله يو موټی ده.

د امريکې د کورني امنيت ادارې ويلي په ملک کې دننه داسې هیڅ ګواښ نشته، خود عامو خلکو په ځايونو کې سېوا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG